تاند- د پاکستان د استخباراتي بیرو (FB) عمومي رييس پرون /سې شنبه/ د خپل هیواد مشرانو جرګې ته وویل چې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې په پاکستان کې د تروریزم ملاتړ کوي. دا هغه تور دی چې له کلونو راهیسي یې افغانستان پر پاکستان پوري کوي.
افتاب سلطان ادعا وکړه چې په تېرو درو کلونو کې (آی بي) ۸۶۵ تنه داسي ترهګر نیولي چې د هند یا افغانستان له استخباراتي ادارو سره یې تماس درلود یا یې د دغو ادارو لپاره کار کاوه.
ده، چې د پاکستان د مشرانو جرګې فرعي کمېټې ته خبرې کولې، زیاته کړه؛ د چین – پاکستان اقتصادي کوریدور (دهلېز) د بهرنیو استخباراتي ادارو او د دولت ضد عناصرو له لوري له خطرونو سره مخامخ دی.
د پاکستان له دغه امنیتي چارواکي څخه وپوښتل شول چې د پاکستاني استخباراتي ادارو له لوري د زرګونو بې درکه شویو کسانو په اړه څه وايي، ده وویل«آی بي د ۴۷۸ تنو بې درکه شویو قضیې څېړلي چې د هغو له منځه ۴۲۷ بشپړې شوي دي.»
د پاکستان استخباراتي ادارو په زرګونو بلوڅان نیولي، په مرموز ډول یې لاسونه، پښې او د بدن نور غړي ورڅخه غوڅ کړي او د بدن ټوټې یې تیت کړي او د ډېرو نورو مړي او ژوندي یې ورک کړي دي.
افتاب سلطان ادعا وکړه چې په تېرو درو کلونو کې (آی بي) ۸۶۵ تنه داسي ترهګر نیولي چې د هند یا افغانستان له استخباراتي ادارو سره یې تماس درلود یا یې د دغو ادارو لپاره کار کاوه.