تاند- د پاکستان د اطلاعاتو، نشریاتو او ملي میراث وزیر وايي، باید د پاکستان د پولې ترڅنګ د افغانستان په خاوره کې یوه امن او خوندي سیمه رامنځته شي څو افغانان مجبوره نه شي چې پاکستان ته مهاجرت وکړي.
پروېز رشید نن /سې شنبه/ وویل چې د سیمې د هیوادونو او په ځانګړي ډول د نړیوالو موسسو په شمول نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د اقتصادي فرصتونو او حرفو په برخه کې مرسته وکړي.
ده دا څرګندونې د کډوالو د بحران په اړه په دوه ورځني کنفرانس کې وکړې.
پاکستان مخکې له افغانستانه غوښتي و چې یو یا څو ولایتونه وسله والو طالبانو ته پرېږدي څو دا ډله له هماغه ځایه د سولې خبرې وکړي خو د افغانستان حکومت د پاکستان له وړاندیز سره کلک مخالفت وکړ او هغه یې د هیواد د تجزیې په معنا وباله.
د امن زون د رامنځته کولو په باب د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو د وزیر سناتور پروېز رشید دا تازه وړاندیز هم په غیر مستقیم ډول د دغه هیواد د سیاسي او پوځي مشرانو تېر وړاندیز ته اشاره لري.
de pakistan da madareetoboona nor ne chalegee .da kho la dasi wayee chi bya be nareywal komak wekree aw toly wrani shwey agensyani be per kharigyano abadi kro aw tool pokhtane be de ehsan landey rawalo aw khpel lootmar be ham warki wekro kho pakistan de pedy bandi khe poh shee chi plaar hiskela ghal zwey ta ne warpesha kegee chi khe magboora shewy newee aw bela chara wenelaree…………