تاند – د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د پاکستان په یوه پوځي کاروان د برید په ترڅ کې ۷ تنه سرتېري ووژل شول او ۳ تنه نور سخت ټپیان شول.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د ګوادر په جیوني طارق سیمه کې وشوه او بریدګر د پېښې له ځای څخه په روغه سټه ووتل.
ویل کیږي چې له پېښې څخه وروسته په سیمه کې د اېف سي منسوبین ځای پرځای شول او د لټون عملیات یې پیل کړل خو څه په لاس نه دي ورغلي.
اکثرو پاکستاني رسنیو د معمول په څېر د دې پېښې د امنیتي ځواکونو مړو ته هم د شهیدانو او حمله کوونکیو ته د ترهګرو اصطلاحات کارولي دي. پاکستانۍ رسنۍ په افغانستان کې د هرې پېښې قربانیانو ته د هلاک ټکی کاروي.
سره له دې چې د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي په ډېرو مواردو کې ښیي چې ګوادر د بلوچستان سیمه ده او په یاده سیمه کې د پنجاب تر مشرۍ لاندې د هر ډول پروژو مخالفت کوي. بلوچ ازادي غوښتونکي وایي چې پنجاب د هغوی د سیمې معدنونه او نورې سرچینې لوټ کړل او په مقابل کې یې دغه ایالت ته یوازې جنګ او بدبختي ورکړل.