د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله لري چې له افغانستان سره به د پاکستان پوله، چې تېره میاشت بنده شوه، د تل لپاره پرانیستل شي.

د پولو د بندولو او پرانیستلو په شمول د افغانستان او هندوستان په اړه د پاکستان بهرنۍ پالیسي د پاکستان د پوځ په لاس کې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارووزارت ویندوی نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ هیله څرګنده کړه چې له افغانستان سره د پاکستان پولې ژر پرانیستل شي.

د پاکستان پوځ د لاهور او سند له انتحاري حملو وروسته ادعا وکړه چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي ول او تر څو چې افغانستان د هغوی مشران نه وي ورسپارلي، پاکستان د تورخم او سپین بولدک لارې بندوي.

د پاکستان له خوا د افغانستان سفیر ته د لیست له سپارل کېدووروسته افغانستان د طالبانو د مشر ملا هیبة الله په شمول د طالبانو د شورا د غړیو لیست پاکستان ته وسپاره خو پاکستان بې له دې چې په خپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې د مشرانو پر موجودیت انکار وکړي پر افغانستان راکټي بریدونو ته زور ورکړ او لارې یې بندې کړې.

تېره اوونۍ د دوو ورځو لپاره د پاکستان د پوځ له لوري د تورخم او سپین بولدک لارو له پرانستل کېدو وروسته تر ۵۰ زره زیات افغانان، چې په وېزو پاکستان ته تللي ولو بېرته خپل هیواد ته راغلل خو لا هم په زرګونو نور په پاکستان کې بند پاتې دي.

One thought on “د پاکستان د بهرنیو چارووزارت هیله لري چې له افغانستان سره لارې به پرانیستل شي”
  1. د پاکستان په خوږه مه نازیږئ ، د ژمي په توده.
    مشرانو، داسې د حل یوه لاره پیدا کړئ چې د تل لپاره د دوی له خوږو بېغمه شو.
    مونږ لوټه په اوبو کې ږدو او له اوبو تېرېږو. یو پوخ کانکرېټي پول جوړ کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *