تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف پرون امر وکړ چې د سپین بولدک او چمن په شمول دې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې پرانیستل شي خو پوځ، چې دا لارې یې بندې کړې وې، د محمد نوازشریف امر ته اهمیت ورنه کړ.

د پاکستاني پوځ له لوري د دغه هیواد د صدراعظم امر ته له نه پاملرنې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی نفیس زکریا پرون /دوشنبه/ ناوخته وویل چې افغانستان باید د تروریستي عناصرو په اړه د پاکستان اندېښنې پای ته ورسوي.

زکریا د پاکستان یوه خصوصي تلویزیوني چاینل ته وویل، ځیني عناصر شته چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د تروریستي فعالیتونو لپاره کار اخلي.

ده په دې اړه څه ونه ویل او نه ورڅخه پوښتنه وشوه چې څومره تروریستي عماصر د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې د تروریستي حملو لپاره کار اخلي.

زکریا په دې باب هم څه ونه ویل چې ولې د لارو د فوري پرانیستنې په باب د ښاغلي نوازشریف امر په ځای نه شو.

په همدې حال کې ملګروملتو د پاکستان له لوري د لارو د پرانیستلو په اړه د صدراعظم نوازشریف د پرېکړې هرکلی وکړ.

د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال ویندوی فارهان حق د یوه پاکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل «موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د پرانیستل کېدو هرکلی کوو.»

په سپین بولدک او تورخم کې افغان ګمرکي چارواکو ته ویل شوي چې ممکن پاکستان نن /سې شنبه/ دا دوې لارې پرانیزي.

ویل کېږي چې د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف په شمول د دغه هیواد ملکي سیاستوال له افغانستان سره د پاکستان د لارو د بندېدو مخالف وو او دي ځکه چې دوی د پاکستان اقتصادي ګټو ته اهمیت ورکوي خو د پاکستان پوځ فکر کوي چې د لارو د بندولو په وسیله به په افغانستان کې له تروریستانو څخه خپل ملاتړ توجیه کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *