د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف نن /چهارشنبه/ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته ټېلفون وکړ او د دوو هیوادونو پر اړیکو یې خبرې وکړې.

پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس وايي چې خواجه اصف خپل افغان ساري ته وویل چې اسلام اباد له افغانستان سره اړیکو ته خورا زیات اهمیت ورکوي او په سیاسي، اقتصادي، ترانسپورتي، امنیتي او نورو برخو کې د دوو هیوادونو د سوکالۍ او پرمختګ په هدف همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې اسلام اباد د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې او امن د پروسې ملاتړ کوي.

پاکستان د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د ملاتړ په خاطر په وروستیو کې د نړیوالې ټولنې له سخت فشار سره مخامخ دی.

د پاکستاني رسنیو په راپور کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل چې نور د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو خوندي پناهځایونه نه شي زغملی، د بریکس ټولنې، چې د پاکستان خورا نژدې دوست چین یې هم غړی دی، پاکستان مېشتې تروریستي ډلې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره ګواښونکې وبللې.

د افغانستان ولسمشر د اختر په مناسبت په خپله وینا کې پر پاکستان ږغ وکړ چې له افغانستان سره خبرې وکړي.

One thought on “د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان ساري سره په ټولو برخو کې همکارۍ ته تیاري وښوده”
  1. دا حرموني دروع وايي. دا هم د دنياوالو د غولولو لپاره يؤ بل چل دي. دا حرموني پاكستاني ليدران ر تروريزم مور أو پلار دي. دوي به كله هم خپل زامن و نه وژني

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *