تاند- یوه ځوان پرون /شنبه/ په سیالکوټ ښار کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخ ورتور کړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په یوه سیاسي غونډه کې د وینا لپاره د پنجاب ایالت سیالکوټ ښار ته تللی و.
پاکستاني رسنیو د خواجه اصف تصویرونه په داسې حال کې وښودل چې یو ځوان یې پر مخ تور رنګ موښي.
دغه ځوان، چې سمدستي ونیول شو، د خواجه اصف پر مخ او جامو د دې لپاره تور رنګ وپاشه چې د پاکستان پر بهرنۍ پالیسۍ خپل اعتراض څرګند کړي.
ځوان، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، له نیول کېدو وروسته نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
خو خواجه اصف له دې پېښې سره سره وینا ته دوام ورکړ او د تور مخ او رنګېدلیو کالو پروا یې ونه کړه.
ده ادعا وکړه چې دا کار د دښمنانو دسیسه ده او په راتلونکو انتخاباتو کې د دوی اراده کمزورې کولی نه شي.
ده دا هم وویل چې له دې حملې سره سره به د سیالکوټ خلک یو وار بیا دی خپل استازی وټاکي.
له دې جلا پرون د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر په لور د بوټ وار وشو.
تور مخی په تور خه پروا کوی
باید چی زړ سی