کابل نن د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې غونډې کوربه و.
د دې غونډې هدف د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت او د درو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا بلل شوې ده.
د درو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې څرګندونې وکړې.
په دې خبري غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل:
«له ګاونډي پاکستان څخه زموږ غوښتنه تل دا وه چې د افغانستان په سوله کې داسې همکاري وکړي چې نتیجه یې افغانانو وویني.»
خو د پاکستان د بهرنیو چارړو وزیر شاه محمود قریشي دې ته په اشارې چې باید پاکستان ته د انتقاد ګوته ونه نیول شي، وویل:
«موږ باید خپل طرز فکر بدل کړو، که سوله غواړ، که پخلاینه غواړو او غواړو چې له دې غمجن حالت څخه ووځو، باید مثبت واوسو، باید دا درک کړو چې پر یو بل تور لګول مو هیڅ ځای ته نه رسوي…»
محمود قریشي همداراز وویل چې کلونه ووتل چې د پولې دواړو خواوو ته انسانان وژل کېږي او دا ستونزه یو بل په تورنولو نه ختمېږي.
قریشي د پخوا په شان بیا وویل چې هیواد یې د افغانانو له هیلو سره سم امن او سوله ییز افغانستان ته ځان ژمن ګڼي.
«موږ له زړه غواړو چې له تاسو سره زمنه وکړو او غواړو چې د افغانستان له حکومت او خلکو سره په ګډه کار وکړو، ځکه موږ په دې پوهېږو چې په افغانستان کې سوله زموږ په ګټه هم ده، زه غواړم تاسو په سوله کې ژوند وکړئ، ستاسو د بریاوو په خوښۍ کې زموږ خوښي ده، دا زما ذهنیت دی، که غواړئ پاکستان عملي اقدامات وکړي، نو د پاکستان په وړاندې د انتقاد ګوته مه نیسئ.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله ښکاره کړه چې د دې درې اړخیزې ناستې پایلې په راتلونکو اوونیو کې ولیدل شي.
د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ورته ناسته تېر کال د دسمبر په ۲۳ مه د چین په پیکینګ کې جوړه شوې وه.
په تېره ناسته کې هم د درې واړو هېوادونو ترمنځ په همکاریو، په سیمه کې په روان وضعیت، له ترورېزم سره د مبارزې په شدت او اقتصادي او تجارتي همکاریو خبرې شوې وې.
پرون د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې د امریکا د ولسمشر په غوښتنه یې په خپله خاوره کې طالبان د امریکا له ځانګړي استازي سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي دي.
امریکا او طالب مشران د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د افغانستان د سولې په اړه مخامخ خبرې کوي.