تاند- پاکستان وايي، په جلال اباد ښار کې دوه پاکستاني دیپلوماتان پرون /جمعه/ هغه مهال بې درکه شول چې له جلال اباد څخه اسلام اباد ته په مځکنۍ لار روان ول.

پاکستان نه دي ویلي چې دا دوه دیپلوماتان یې په کوم ځای کې بې درکه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا کسان به چا تښتولي وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرباڼه کې همداراز ویلي چې له افغانستانه یې غوښتي چې د تښتول شویو پاکستاني دیپلوماتانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

دې ته په پام چې له تورخمه تر پېښوره پورې لار د جلال اباد – تورخم تر لارې زیاته ناامنه ده، ګومان کېږي چې پاکستاني دیپلوماتان به د ډیورند کرښې پورې خوا ته بې درکه شوي وي.

پاکستان په جلال اباد سربېره په کندهار، هرات او مزارشریف ښارونو کې هم کونسلګرۍ لري.

دا پېښه په داسې وخت کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو لړ ګامونه اخیستل شوي، د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ تولنې په څنډه کې له یو بل سره کتلي او چین د دوو هیوادونو داړیکو د ښه کولو او د تروریزم پر ضد د دواړو هیوادونو د همږغۍ د رامنځته کولو لپاره منځګړتوب ته تیاري ښوولې ده.

ټاکل شوې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په همدې منظور په لنډو ورځو کې کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړي.

One thought on “د پاکستان د جلال اباد د کونسلګرۍ دوه دیپلوماتان اسلام اباده ته په لاره بې درکه شوي”
  1. په دې کې یې هم څه چل شته. دا ډېر مور ک … ي خلک دي. د دوی یو کار هم بې چله نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *