دغه احتجاجي لاريون د لوی افغانستان اونيزې د ادارې لخوا ترتیب شوی و چې پکې د مدني ټولنو غړيو، ځوانانو، رسنيو او د لوی افغانستان اونيزې  مينوالو ګډون کړی و.

لاريون، چې مرګ پر پاکستان او مرګ پر ايران شعار سره بدرګه کيدو، نن (د غبرګولي۱۲-۱۳۹۳) دوشنبه پر لسو بجو پيل او تر يوولس نيمو بجو وغځيد.

په لاريون کې د لوی افغانستان په پلوی نارې هم وهل کېدې او د ډيورنډ جعلي کرښې د نه منلو شعارونه هم ورکړل شول.

په لاريون کې په افغان ولس او افغان ملي ځواکونو غږ وشو چې ټول سره يو موټی شئ او اوږه په اوږه له خپلو ملي خواکنو سره  د خپلې خاورې ننګه وکړئ.

په دغه لاريون کې، چې پر کونړ د پاکستاني یرغلګرو ځواکونو لخو ا د هوايي او ځمکني بریدونو په اعتراض کې او د کونړ د ولسونو او افغان ځواکونو پرننګه ترسره شو، د پاکستان او ايران بيرغونو ته اور هم ورته کړل شو او له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل شو چې د ترهګر هېواد (پاکستان) ملاتړ دې نه کوي.

دوی ټينګار وکړ، پاکستان او ايران د افغانستان ستراتيژيک دوښمنان دي او نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې چوپه خوله نه پاتې کېږي.

د لاريون پرېکړه ليک په لاندو ټکو سره د لوی افغانستان اونيزې له مسوول مدير (رحمت الله خان امرخېل) له خوا پای ته ورسېد.

له تېرو څوکلنو راهيسې بلکې له کومې ورځې نه چې نړيواله ټولنه افغانستان ته د  تروريزم سره د مبارزې پرموخه راغلې ده، پاکستان په ډېره بې شرمانه  وخت ناوخت د افغانستان په  هغو سيمو چې پښتونخوا  او جنوبي پښتونخوا ته نيژدې دي لکه  کونړ ، نورستان ، پکتيا،  کندهار،پکتيکا او ننګرهار بريدونه کړي  په ځانګړي توګه  له هربل ځای نه يې هر وخت کونړ او نورستان ډېر په نښه کړی دی، دا چې ولې پاکستان دغه ډول بريدونه کوي ملګرو ورباندې خبرې وکړې.

څرنګه چې د ظلم او تيري پر وړاندې چوپتيا د ايمان  زيان  دی، موږ لاريون کوونکي  خپل غږ د دغه ظلم په وړاندې پورته کو او دغه پریکړه لیک صادرو.

په لومړي سرکې له خپلو افغان امنيتي ځواکونو نه مننه کو نه يوازې مننه کو بلکې ترڅنګ يې ولاړ يو که اړتيا پيدا شو په سنګرونو کې هم ورسره څنګ په څنګ د ريږو زموږ وياړونه دي موږ ورباندې تل وياړ کړی دی او د قربانۍ قدردانی يې کو

د ايران او پاکستان پر ټولو تحصيلي بورسونو دې بنديز ولګول شي. د مالوماتو له مخې همدا اوس په قم کې په لسګونه زره افغانان په زده کړو بوخت دي، چې ډېر زر به د سپاه پاسداران د استازو په توګه افغانستان ته راولېږل شي. موږ کلکه غوښتنه کوو، چې د قم تحصيلي اسناد بايد په افغانستان کې نا چله اعلان شي او هر هغه افغان چې په ايران او پاکستان کې شخصي تحصيل هم کوي بايد له افغان دولت نه رسمي اجازه ترلاسه کړي او له هغې پرته يې بايد تحصيلي اسناد بې اعتباره وګڼل شي.

څرنګه چې پاکستان او ايران اوس په سايبر ټکنالوژۍ کې لوی لاس لري او له دغې ټکنالوژۍ څخه د استخباراتي موخو لپاره پراخه ګټه اخلي، د افغانستان دولت او خلک بايد په دې برخه کې ډېر محتاط اوسي او له هر ډول ايراني سختکاليو ( هارډ وير) او پوستکاليو (سافټ وير) له پېرودولو او کارولو ډډه وکړي.

 افغانستان د خپل تاريخ له ډېرو حساسو شېبو تېرېږي. ګاونډيان ډېره هڅه کوي زموږ تر منځ نفاق واچوي او په خپله ګټه مو استعمال کړي. راځئ چې د دښمن د دسيسو پر وړاندې ځانونه ويښ کړو، د يوه واحد افغان ملت په توګه سره يو موټی شو او ټولو پرديو لاسوهنو او په ځانګړې توګه د پاکستان او ايران پټو او ښکاره تېريو ته د ملي يووالي په روحيه ځواب ووايو.
موږ په ايران کې د افغانانو اعدامول، نيول، ځورول او په غير انساني ډول له خپلې خاورې شړل په کلکه غندو که چېرې دغه ډول جنايتونه بيا تکرارېږي، موږ به يوازې د خپل دولت پر احتجاج بسنه ونه کړو، بلکې د تلافۍ پر جدي لارو چارو به غور او عمل وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *