تاند- د پاکستان د حکومت مرکچیان نن /چهارشنبه/ له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره شمالي وزیرستان ته روان شول.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره پروفیسر ابراهیم وکړه چې په خبرواترو کې د طالبانو استازیتوب کوي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د پلاوي له رسېدو سره پر سیمه بې پېلوټه الوتکې لیدل شوي دي. د دوی په وینا دا شېبه څلور یا پنځه بې پېلوټه الوتکې ګرځي.
د دغو خبرو هدف د صدراعظم نوازشریف له لوري سولې ته د طالبانو د تحریک هڅول ښودل شوي دي.
د پروفیسر ابراهیم خان په وینا، چې د پاکستان د طالبانو د تحریک استازیتوب کوي، د دواړو خواوو ترمنځ به مخامخ خبرې نن ناوخته د افغانستان پولې ته نژدې د شمالي وزیرستان په یوه پټ ځای کې وشي.
د پاکستان د حکومت پلاوي، چې مشري یې حبیب الله خان خټک کوي، د شمالي وزیرستان هغه ځای ته په هیلي کوپتر کې روان شو چې د سولې خبرې پکې کېږي.
دا خبرې په داسي وخت کې کېږي چې د پاکستان لپاره حساس دی ځکه چې هره ورځ د وسله والو حملې د حکومت واک له چلینج سره مخامخوي.
طالبانو، چې په شمال لوېدیځ کې فعالیت کوي، د خبرو لپاره یوه میاشت اوربند اعلان کړی خو د دوی د پلوي ډلو له لوري حملو دوام کړی دی.
د پاکستاني طالبانو د تحریک ویندوی شاهد الله شاهد په وروستیو بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي.
د سوله ییز حل لویه ستونزه دا ده چې په حملو او تشدد کې ګڼې ډلې لاس لري، ګڼې یې، چې بهرنۍ او القاعده ډلې هم پکې شاملې دي، د طالبانو تر کنټرول لاندې نه دي او د هغوی د خوښې پراساس عملیات نه کوي.
ټاکل شوې وه چې د دواړو خواوو ترمنځ د سې شنبې په ورځ خبرې وشي، خو د هوا د خرابوالی له کبله هیلي کوپتر شمالي وزیرستان ته نه شوای تللی.
تراوسه پوري دواړو خواوو غیرمستقیم خبرې کړي دي. د طالبانو د اصلي غړیو پر ځای د پاکستان دوو دیني عالمانو مولانا سمیع الحق او پروفیسر ابراهیم د دوی استازیتوب کړی دی.
سمیع الحق هم نن له ابراهیم سره په هیلي کوپتر کې شمالي وزیرستان ته تللی دی.
د پاکستان او افغانستان طالبان ورته نظریات لري خو پاکستاني طالبان د پاکستان پر حکومت بریدونه کوي او په خپله خاوره کې د شریعت د نافذولو لپاره هلې ځلې کوي.