تاند- په داسي حال کې چې پاکستان د امریکا له لوري د طالبانو د تحریک د مشر حکیم الله مسود پر وژنې اعتراض کړی او هغه یې د سولې د هڅو لپاره ویجاوړوونکې بللې، امریکا ویلي چې د سولې خبرې د پاکستان کورنۍ مسله ده.
د پاکستان صدراعظم نوازشریف نن د مرکزي کابینې بیړنۍ غونډه وربللې ده.
په غونډه کې به د بې پېلوټه الوتکې له بریده وروسته پر رامنځته شوي وضعیت غور وشي.
ویل کېږي چې د پاکستان حکومت هڅه کوي له دې فرصته په استفادې داسي وښيي چې د حکیم الله مسود وژل کېدا په دغه هیواد کې له طالبانو سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. پاکستاني چارواکي فکر کوي چې په دې توګه به د طالبانو نور قومندانان ځان ته نژدې کړای شي.
پاکستان پرون وویل چې په اسلام اباد کې یې د امریکا سفیر د اعتراض لپاره احضار کړی دی.
له بلې خوا د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې په پاکستان کې به افغانستان ته د ناټو اکمالاتي لار بنده کړي.
عمران خان پټکه کړې چې حتي که په خیبر پښتونخوا ایالت کې یې حکومت هم ړنګ شي د ناټو د لارې له بندولو به لاس وانخلي.
له بلې خوا راپورونه وايي چې د پاکستاني طالبانو ترمنځ د مشرتابه پر سر اختلاف ژور شوی دی. پرون طالبانو اعلان وکړ چې د دوی قومندانانو سلا وکړه چې خان سید سجنا به د حکیم الله مسود ځای ناستی وي خو نن ځینو طالبانو ویلي چې لا د ځای ناستي پر سر موافقې ته نه دي رسېدلي.
د طالبانو په منځ کې د پاکستان آی ایس آی ته نژدې قومندانان هڅه کوي چې د پنجابي طالبانو قومندان (معاویه) د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر شي خو پښتانه طالبان د معاویه له مشرتابه سره مخالفت کوي.
This is Pakistan/ Punjab at its best, killing Hakimullah because he refused to tow the line yet expressing anger at drone attacks carried out from Pakistani control territory with the consent of Punjbi raja / choudry generals. Hakimullah was killed because he had dared to send his No 2 to Kabul for negotiation with Afghan officials, maybe to contribute to the peace process. Hakimullah was killed by the Punjabis most probably because he could no longer be controlled. One wonders how long will Punjabi duplicity continue and how long is the international community prepare to listen to its lies?
طا لب که پنجا بی وی یا سندی که پښتون وی یا هزاری که سجنا سجنا سجنا یا هندی که تاجک وی یا ازبک دپا کیستا ن خپله مسله ده په راس کی i s i ده نو د طا لب نوم ولی ورکوی
څو مره ښه نن پا کستا نی چرګوړی غټ شول او کا بینه کا بینه کا بینه کوی تصمیم نیسی خدای دخیر وکړی بیا دافغا نستا ن په مورد isi څه ورته هدا یت شو یده