ژباړه: زاهدالله ځلاند –
د پاکستان مالیې وزیر اسحاق ډار ویلي دي، چې د دغه هېواد د خرونو د پوستکو صادرات لوړ شوي او دوی غواړي چې په دغو صادراتو بندیز ولګوي.
داسې ویل شوي چې تېر کال د پاکستان څخه د خرونو ۷۰۰۰۰ پوستکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي چې سږ کال یې د خرونو د پوستکو شمېر تر ۱۵۰۰۰۰ څخه پورته شوي دي.
په پاکستان کې د خره د یوه پوستکي منځنۍ بیه ۱۱۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې ده.
چین، وېتنام او تایلېنډ د پاکستاني خرو د پوستکو لوی واردوونکي هېوادونه دي.
د یوې شوې سروې له مخې په تېرو پنځو کلونو کې، په پاکستان کې د خرونو شمېر له ۴.۵ مېلیونو څخه پنځه مېلیونو ته لوړ شوی او هر کال په دغه هېواد کې تر سل زره زیات خره پیدا کېږي.