تاند – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف د دروغو د یوه خبر په اساس له پلټنې پرته په اسراییلو د اتومې حملې ګواښ وکړ.
د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼه لیکي، آصف د دروغو د هغه خبر له امله په غوسه شوی وو چې د اسراییل د دفاع وزارت له قوله یې یاده کړې وه چې که پاکستان سوریې ته ځواکونه ولېږي اسراییل به په پاکستان اتومي حمله وکړي.
ډیلي میل لیکي چې دا د پاکستان د دفاع وزیر لومړنی اتومي ګواښ نه دی، بلکه تر دې مخکې د روان /۲۰۱۶/ کال په سپتمبر میاشت کې یې په هند باندې هم د اتومې حملې ګواښ کړی وو.

پاکستان او اسراییل دواړه د نړۍ له هغو محدود شمېر هېوادونو څخه دي چې اتومي وسلې لري، خو کارپوهان وایي چې د پاکستان اتومي وسلې خوندي نه دي او دا خطر تل موجود دی چې دغه وسلې د افراطیانو لاسونو ته ولوېږي. ویل کیږي چې د پاکستان په پوځ کې دننه افراطیت پراخ نفوذ لري چې هر کله کولی شي نړیوالې ټولنې ته ګواښ پېښ کړي.
د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د اسراییلو مشهورې ورځپاڼې ټایمز آف اسراییل د پاکستان او اسراییلو تر منځ د نژدې پوځي اړیکو په هکله یوه مفصله لیکنه کړې وه چې په هکله یې د تاند راپور دلته لوستلی شئ. (له اسراییلو سره د پاکستان پوځي همکاري)
ویل کیږي چې پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې له خپل جوړښت راهیسې درې ځلې له خپلو سیالانو هند او بنګله دېش سره نښتې کړې دي خو هرځلې یې سختې ماتې خوړلې دي.