تاند- د پاکستان د روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې لږترلږه ۱۶ زره تنه د ایډز په ناروغۍ اخته دي.

د پاکستان د روغتیا وزیر دا شمېر په ایډز ناروغۍ د ثبت شویو کسانو د لیست له مخې کوي کنې نورې شمېرنې ښيي چې په پاکستان کې نژدې یو لک تنه په ایډز اخته دي.

د پاکستان د روغتیا وزارت له شمېرنو سره سم، په پنجاب ایالت کې ۸۳۰۰ زره، په سند کې ۵۰۵۴، په بلوچستان کې ۴۴۱، په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۹۱، قبایلي سیمو کې ۴۶۲، په پاکستاني کشمیر کې ۱۷۷ او په پلازمېنه اسلام اباد کې ۱۸۶ تنه په ایډز اخته دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ایډز تر ټولو زیات په پنجاب او تر ټولو لږ په ګلګت کې دی.

سره له دې چې په اتیایمه لسیزه کې د ایډز ناروغي له خپرېدو سره په یو وخت ګومان کېده چې دا ناروغي به په هغو هیوادونو کې زیاته خپره شي چې جنسي ازادۍ پکې زیاتې دي خو د وخت په تېرېدو څرګنده شوه چې ایډز هم د بېوزلو هیوادونو لپاره تر نورو لویه ستونزه ده.

دا ناروغي تر جنسي مقاربت هم تر ډېره د مخدرو موادو د کارونکو، زړو پیچکاریو، او د وینې د انتقال له لارو خپره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *