تاند- د پاکستان په سند ایالت کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې نن /جمعه/ د چاودنې په نتیجه کې لږترلږه ۲۰ تنه ووژل شول.
دا چاودنه د سند ایالت له مرکز او د پاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ څخه شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره لېري په شکارپور ښار کې په داسي حال کې وشوه چې خلک د جمعې په لمانځه ولاړ ول.
د شکارپور د روغتون رييس ډاکتر شوکت علي میمن د پاکستان تلویزیون ته وویل چې روغتون ته د شلو تنو مړي او دغه راز شاوخوا ۵۰ ټپیان وروړل شوي دي.
تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو په پاکستان کې د شیعه او سني سختدریځو مذهبي ډلو ترمنځ دا ډول ډېرې حملې کېږي.