لیکوالې عایشه صدیقه په فرایډې ټایمز مجله کې په خپله مقاله کې لیکلي دي چې په پاکستان کې د یو وزیراعظم لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې هغه د پوځ یو داسې مشر (لوی درستیز) غوره کړي د چا په موجودګۍ کې چې ولسي حکومت خپل کار پر مخ وړلې شي.
د نوازشریف په مازغو کې به د نورلس سوه نوي د لسیزې یادونه اوس هم ژوندي وي کله چې د هغه د حکومت تخته دوه ځله اپوټه کړل شوه. دغه شان د بې نظیر بوټو حکومت هم دوه ځله د پوځ له خوا مات کړل شو. او بیا په نورلس سوه نهه نوي کې پوځ د حکومت واګې په خپل لاس کې واخستې.
عایشه صدیقه لیکي ـــــ دا خبره څرګنده ده چې موجوده حکومت د جرنیل راحیل شریف د ملازمت موده نه غزول غواړي. دغه شان نوازشریف دا هم نه غواړي چې د لیفټیننټ زبیرخیات په شان جرنیل غوره کړي کوم چې مظبوط پوځي پس منظر لري. په دې زغل کې بل جرنیل اشفاق ندیم دی چې د پوځ هم خوښ دی. د دواړه جرنیلان د جرنیل راحیل شریف هم خوښ دی او دې خبرې نوازشریف په یو دوه کې حیران کړی دی.
ویل کیږي چې د نوازشریف خوښ جرنیلان لیفټننټ جنرل جاوید اقبال رمدې او لیفټننټ جنرل قمر باجوه دی. د دواړو په اړه فکر کیږي چې د اولسي حکومت په اړه لږه نرمه رویه لري. عایشه صدیقه وايي د پوځ خپلې ګټې دي او ددې مطلب دا نه دی چې نوازشریف کوم جرنیل غوره کړي نو هغه به د پوځ ګټه له پامه غورزوي خو دومره ده چې که د اولسي حکومت نه څه غلطي کیږي نو ګزاره به ورسره کوي.
دا خبره هم مهمه ده چې نوازشریف هیله من دی چې د پوځ لپاره به یو داسې مشر غوره کړي چې هغه جرنیلان باوري کړي کوم چې نوازشریف د نورو هغه جرنیلانو نه بیل کړیدي چې په جنګیرک دي. دا داسې شوه لکه چې هغه په پوځ کې اختلاف پیدا کول غواړي او دې خبرې پوځ د نوازشریف په اړه وارخطا کړې دی.
عایشه صدیقه لیکي ــــــ دا یوه ډیره پیچلې معامله ده ځکه چې د پوځ او حکومت اوږد محاله ګټې ورسره تړلې دي.
پکار خو داده چې تر اوسه د پوځ د نوي مشر د نوم پریکړه شوې وې ـــ ددې ځنډیدل ښايي چې جنګ لا روان دی او او په دغه اړه د ټولو خواؤ راي یو شوي نه دي.