سرتاج عزیز

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن کابل ته راځي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې ښاغلی سرتاج عزیز به په دې سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو په باب د خبرو ترڅنګ ولسمشر غني ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړي.

دا په په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته لومړی ځل وي چې د پاکستان یو جګپوړی چارواکی افغانستان ته راځي.

سرتاج عزیز به نن لومړی د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره وویني او بیا به د ولسمشر غني حضور ته لاړ شي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وروسته له دې افغانستان ته راځي چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس د ویدیو کنفرانس له لارې په نوي ډیلي کې یو شمېر ماهرانو ته په خپلو څرګندونو کې د هند او افغانستان د اړیکو پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنو ته ضمني اشارې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کابل ته د ښاغلي عزیز سفر به د افغانستان له نوي مشرتابه سره د اسلام اباد د تماس او اړیکو یو اساس وي.

سرتاج عزیز وروسته له دې کابل ته راځي چې پرون د ترکیې ولسمشر د لومړي ځل لپاره کابل ته راغی او د افغانستان له ولسمشر سره یې د ستراتیژیکو همکاریو موافقه لاسلیک کړه.

One thought on “د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز نن کابل ته راځي”
  1. په نړیوالو اړیکو کی د هیوادونو ترمنځ د مشرانو او د هغوی د استازو تګ راتګ یوعادی کار دی. هرڅومره چی یوهیواد په کار پوه ، مسلکی ، د هیواد ملی منافعو ته وفاداره او ملی ديپلوماسی دستګاه یا اداره ولری ، په هغه اندازه له دی اړیکو نه ډیره ګټه اخیستل کیدای شی. په ډیر تاسف سره زمونږ د باندینو چارو وزارت پدی وروستیو کلونو کی د یوی ځانګړی ډلی په اختیار کی دی . هغوی له دی مهمی اداری نه چی هر کال په میلونونو دالره لګښت لری او د هر کارمند لپاره یی معاش او د کور کرایه ، دسفارت او اقامتګاه کرایی، د اوبو، ګاز برق ، ترانسپورت او نور مصارف ورکول کیږی تر څو د افغانستان په ګټه کار وکړی اما دوی یواځی خپل کوچنی تنظیم ته وفاداره دی او ملی منافع له خپل تنظیمی ګټو نه قربانوی.
    زما مشوره ښاغلی جمهور رییس ته داده چی نور د پدی حساس او مهم وزارت کی له خپل سریو نه مخه ونیسی. خصوصا د سفیرانو او قونسلانو او نورو ديپلوماتانو په مقرری کی له ډیر دقت نه کار واخیستل شی. او په ضمن کی جمهوری ریاست ته یو مجرب اوپه کار پوه ، مسلکی سلاکار په نړیوالو اړیکو کی مقرر شی. تر څو د داسی سفرونو په وخت کی د ولسمشری مقام ته لازم ، هراړخیز او ګټور معلومات او وړاندیزونه ورکړی. د سفر د مقصد ، جریان اوپایلو په وخت کی له ډیر دقت نه کارواخلی. د افغانستان د لوری لباس، حرکات ، خبری ، تشریفات ، د خبرو او مذاکرو میز او د مطبوعاتی کنفرانس د تنظیمولو په باب مخکی له مخکی تیاری ونیول شی. په دیپلوماتیکو روابطو کی حتی د دښمن هیواد د مشرانو او استازو نومونه په ډیر درناوی او مکمل ډول سره واخیستل شی ، د مذاکری د خبرو په باب مخکی له مخکی لازم معلومات راټول او په هغوی څو ورځی بحثونه او غونډی جوړی شی او د ولسمشری مقام ته یی په تفصیلی ډول سره وړاندی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *