ناصرخان جنجوعه

تاند- د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصرخان جنجوعه نن /شنبه/ کابل ته راغی چې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

پاکستان وايي چې جنجوعه د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په ځانګړې بلنه کابل ته تللی دی.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی جنجوعه نن د افغانستان له ولسمشر او اجرايي ريیس سره هم وویني.

پاکستان هیله لري چې د ښاغلي جنجوعه سفر به د دوو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا ته لار هواره کړي.

پاکستان په ظاهره وايي چې سوله ییز افغانستان د سوله ییز پاکستان په ګټه دی خو د افغان او امریکايي چارواکو په وینا د دغه هیواد پوځ او استخبارات د افغان طالبانو او نورو ستخدریځو ډلو ملاتړ کوي او په دې توګه نه پرېږدی چې په افغانستان کې سوله او امنیت وي.

پاکستان په وروستیو کې د نړیوالې ټولنې په تېره بیا امریکا له فشار سره مخامخ دی چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *