تاند- د پاکستان د ملي امنیت کمېټې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژي بله غونډه وکړه.
د پاکستاني اسوشیتید پریس د راپور له مخې، دا د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټې دوهمه غونډه ده چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ پر اعلان اوږدې خبرې پکې کېږي.
د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیرخان، د مالي وزیر محمد اسحاق ډار، د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال، د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف او پوځي مشرانو د لوی درستیزانو د کمېټې ريیس جنرال زبیر محمود حیات، د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه، د سمندري ځواکونو درستیزوال اډمیرل محمد زکاالله، د هوايي ځواک درستیزوال متقاعد جنرال نصیر خان جنجوعه او نورو جګپوړو افسرانو په غونډه کې ګډون وکړ.
په غونډه کې د مطرح شویو موضوعاتو د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي خو له کله چې د امریکا ولسمشر د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلان کړې او ویلي یې دي چې نور په پاکستان کې د تروریستانو پناهځایونه زغملی نه شي، پاکستاني چارواکي وارخطا او اندېښمن دي.
د پاکستان مشرانو جرګې حکومت ته د امریکا د ستراتیژۍ په وړاندې یو لړ سپارښتنې کړي دي.
مه وار خطا کږی ډارنو
کوم د بیزو جل ورته جور کری