تاند- طالبانو پرون /پنجشنبه/ وویل چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره به د دوی په راتلونکو خبرو کې ملا عبدالغني برادر برخه نه لري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې ملا عبدالغني برادر د ده په غوښتنه پاکستان خوشي کړ او اجازه ورکړل شوه چې قطر ته لاړ شي څو د امریکا او طالبانو په خبرو کې ګډون وکړي.
خلیلزاد او نور امریکايي چارواکي وايي چې د طالبانو پلاوي زیات صلاحیت نه درلود ځکه یې غوښتنه وکړه چې د دې تحریک یو مهم مشر لکه ملابرادر باید په خبرو کې برخه ولري چې د قطر د دفتر غړي په هره موضوع کې د کوټې شورا له غړیو سره مشورې ته اړتیا ونه لري.
ټاکل شوې ده چې د امریکا او طالبانو بل پړاو خبرې د دوشنبې په ورځ /فبروري ۲۵/ په دوحه کې پیل شي.
امریکايي چارواکو هیله لرله چې په دې پړاو خبرو کې به د طالبانو د تحریک د موسس له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره مخامخ خبرې وکړي.
ملا برادر د طالبانو د قطر د دفتر مشر ټاکل شوی خو د دې ډلې د مرکچي پلاوي مشري به بیا هم عباس ستانکزی کوي.
د طالبانو سرچینې وايي چې ملابرادر د اسنادو د نه لرلو له کبله قطر ته سفر نه شي کولی. دوی وايي چې په دې برخه کې پاکستان همکاري نه کوي.
تراوسه څرګنده نه ده چې د طالبانو و مشرانو د کوم هیواد په پاسپورټونو قطر ته سفر کړی دی. که څه هم ځینې سرچینې ادعا کوي چې هغوی ته پاکستان پاسپورټونه ورکړي دي.
افغانان چارواکو په ځلونو ویلي چې ملا عبدالغني برادر په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ کې په دې خاطر ونیول شو چې غوښتل یې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.
ګومان کېږي چې پاکستان نوموړي ته د نورو طالب مشرانو په شان د سفر اسناد نه ورکوي.
د طالبانو ځینې سرچینې وايي چې د دې ډلې د مشرتابه په منځ کې ملابرادر ته د مرکچي پلاوي د مشرۍ د سپارلو پر سر اختلاف دی.
دوی ادعا کوي چې دا اختلاف هم د پاکستان له لوري رامنځته شوی دی.