تاند- د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي به راتلونکې اوونۍ کابل ته په یو ورځني سفر راشي.
دا به افغانستان ته د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف د حکومت د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.
ښاغلی قریشي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په بلنه کابل ته راځي.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، دا سفر به، چې په لړ کې یې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ګوري، د ښاغلي قریشي لپاره هم ډېر په زړه پوری او هم له ستونزو او ننګونو ډک وي.
د پاکستان ټوډې د راپور پر اساس، شاه محمود قریشي به د دې سفر په لړ کې د افغانستان ولسمشر ښاغلي غني ته د پاکستان د سفر لپاره د صدراعظم عمران خان بلنلیک وسپاري.
پاکستان به دغه راز د خبرو له لارې د افغانستان د مسلې د حل په اړه د اسلام اباد د سولې پر هڅو ټینګار وکړي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې قریشي وروسته له دې د افغانستان سفر ته تیاري وښوده چې ده د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره په اسلام اباد کې وکتل.
پامپیو له قریشي سره په کتنه کې د افغانستان پر حالاتو، د افغانستان د سولې او د ترور پر ضد په جګړه کې د پاکستان د رول په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ /سپټمبر ۱۵/ کابل ته راشي. دی به په هماغه ورځ بېرته خپل هیواد ته ستون شي.