د پاکستان د ټاکنو کمېسیون امر کړی چې د سویلي وزیرستان د قبایلي سیمو نه د ایالتي ټاکنو دوه نیول شوي او زندان کې اچول شوي نوماندان باید خوشې کړای شي.

د پاکستان حکومت د سویلي وزیرستان نه ایالتي ټاکنو ته نوماند محمد عارف او محمد اقبال په ترتیب سره د جون په ۱۹مه او ۲۴مه د یوې میاشتې لپاره زندان ته استولي وو.

اوس د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، دغه دواړه نوماندان باید ۲۴ ساعتونو کې دننه دننه خوشې کړای شي.

د پاکستان د ټاکنو کمسیون ویلي، پر دغو دوه کسانو چې هر څه شک وي د ټاکنو له نتایجو وروسته دې ورسره حساب وشي، اما له ټاکنو وړاندې د کمپاین دوره کې د هغوی بندیانو ټاکنو کې د لاسوهنې په معنا دي.

تېر ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان پارلمان قبایلي سیمې خیبرپښتونخوا ایالت کې شاملې کړې، خو دغلته وخت کم و او پریکړه وشوه چې وزیرستانونو کې به ایالتي ټاکنې وروسته کېږي.

وروسته د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ۲۰۱۹ کال د می په ۶مه اعلان وکړ چې د قبایلو په ۱۶ حوزو کې ایالتي ټاکنې د ۲۰۱۹ کال د جولای په دویمه نیټه کېږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *