په پاکستان کی د ۱۹۹۹ کال د پوځي کودتا وروسته دلته د بلی ښکاره کودتا امکان لږ دۍ ا دا ځکه چی نړیواله فضا ورته برابره نه ده،له بلی خوا د پاکستان په لاس جوړ شوۍ پوځ او استخباراتی اداره (آی اس آی) هیڅکله هم نه غواړی چی د مملکت په پریکړو او چارو کی دوهم ځای ولری نو د همدی تیورۍ پر بنسټ یی د پاکستان په ۲۰۷ میلیونی ټولنه خپل ځان وانډي (تحمیل) کړیدۍ او تل یی د توطیي تیوری د اروایی وسیلي په توګه کارولي ده او تر ډیره پکښی کامیاب هم دۍ او هغه د دسیسي تیوری یی د هند سره د تاریخی سیالۍ او دوښمنۍ او له افغانستان څخه د خطری تر نامه لاندی ده او بیا د دوی (پوځ او آی اس آي) په اند د همدی پورته ‌کرشویو خطرونو د مخنیوی پخاطر اسلامی تند لاریتوب یی د نسخی په دود په لاس کی نیولۍ دۍ. خو د امریکا اوهند له خوا د پاکستانی پوځ دی پالیسۍ ته توجه پخاطر هلته په کور د ننه ملکی حکومتونو (پاکستان مسلم لیګ ن او پی پی پی) په ملکی حکومتولۍ کی د پوځ د مخکښ رول د کمولو هڅی شروع کړی چی ورسره پوځ هم پټه کودتا د خپلو لاسپوڅو لوبغاړو (پی ټي آي، نیب،ستره محکمه، او مذهبی مدرسی اومذهبی ستخدریځی تنظیمونه) پوسیله په لاره واچوله چی پایلی یی اوس ټولو ته ښکاره اوڅرګندی دی،دغه د سبا روځي ټول ټاکنی د پوځ او آی اس آي لخوا یوه سکښتل شوي درامه ده چی د خاموشی کودتا نوم ورته تر ټولو مناسب دی، مګر دلته د پي ایم ایل ن او پي پی پي رول برخلیک ټاکونکۍ دۍ او تر نیمایی زیاتی څوکی اود رایو بانک په پنجاب کی دۍ چی د ټاکنو په برخلیک باندی غوڅ اثر اچولۍ شی. د نوازشریف اود هغه د لور مریم نواز غیابی محکمه اوبندی کول هغه هم د ډیرو کمزوریو تورونوپر بنسټ،د عمران خان سره مهربانی د نیب اونوروقضایی بنسټونو لخوا،او دا دوی روځي وړاندی د پاکستان دستری محکمی د جګپوړی قاضی (قاضی شوکت عزیز صدیقی ) څرګندوني ټول هغه څه دی چی د پاکستان په سیاسی ډګر کی نور د پوځ او آی اس آی لاس تر لستوڼی راوتلۍ دۍ او داسی ښکاری چی د پاکستان په سیاسی ډګر کی به دغه د پوځي اوملکی بنسټونوترټولو برخلیک ټاکونکی او وروستۍ جګړه وی،اوکچیری د پوخي بنسټونو نازولۍ (عمران خان) دا ټاکني وګټی نودا به د پاکستان لپاره ناورین وی او پاکستان به نور هم ګوښه شی او د زیاتواقتصادی ستونځو سره به مخ شی لکه چی همدا اوس د پاکستان اقتصاد د پوځ د لګښتونو بارنشی اوچتولۍ او نن سبا یو ډالر ۱۳۱ پاکستانۍ روپۍ کیږی اوپه غربی او عربی نړۍ کښي پآکستان خپل مخکینۍ باور له لاسه ورکړیدۍ،نور نود منځنی ختیځ څخه پاکستان ته ډیری پیسي نه راځی او نه هم غربی نړۍ له پاکستان سره اړیکو لرلوته زړهنه ښه کوی،او همدا راز د انرژۍ بحران د پآکستان لپاره ستره ننګونه ده چی راتلونکۍ حکومت به هم ورسره مخ وی. خوپه لنډه موده کی به افغانستان لپاره سرخوږۍ زیات کړی.افغانستان ته ښآیی چی د ګاونډ پاکستان راتلونکی حالات پّ ځیر سره وڅاری او د بدو پیښو د مخنیوی په خاطر اړین او کوټلی کامونه واخلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *