تاند- د پاکستان د پارلمان د دواړو جرګو استازو د یمن د کړکېچ او د حوثي شیعه ګانو پر ضد په جګړه کې د سعودي عربستان د ملاتړ په خاطر د پوځیانو د لېږلو په باب د وروستۍ پرېکړې لپاره غونډه پیل کړې ده.
په غونډه کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف، د مالیې وزیر اسحاق ډار او یو شمېر نور وزیران هم ګډون لري.
د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړیو وویل، پکار وه چې صدراعظم محمد نوازشریف هم په غونډه کې ګډون کړی وای.
دې ته په پام چې په پاکستان کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ اختلافات زیات دي، د یمن مسله په دغه هیواد کې سخت حساسیتونه پارولی شي. ګومان کېږي چې پر موضوع د سختو بحثونو د اوږدېدو له کبله د پارلمان غونډه څو ورځې دوام وکړي.
پاکستان ویلي چې د سعودي عربستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت دفاع کوي او که پر سعودي عربستان حمله وشي نو هر راز دفاع ته یې تیار دی مګر په دې اړه لا زړه نا زړه دی چې د سعودي په غوښتنه د شیعه حوثیانو د ځپلو لپاره یمن ته پوځیان، جنګي الوتکي او بېړۍ واستوي او که نه.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د پارلمان د دواړو جرګو له موافقې وروسته به یمن ته د ځواکونو د لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.
ده وویل، هره فیصله چې پارلمان وکړه حکومت به یې درناوی وکړي.