تاند- د یوه راپور له مخې د پاکستان د ملي جرګې ۷۸ غړیو په یوه کال کې حتي یوه خبره هم په پارلمان کې نه ده کړې.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دغو ولسي استازو، چې تر انتخاباتو مخکې د خپلو انتخاباتي حوزو یا حلقو اوسېدونکو ته د کار او د دوی د حقونو د دفاع ژمنې کولې، د پارلمان له تشکیله تراوسه پوري په یوه کال کې خولې داسي پټې کړي ته به وایې چې په انتخاباتي حوزه یا هیواد کې یې هیڅ راز ستونزه نه وي.
پاکستاني رسنۍ وايي دغو وکیلانو نه د خلکو ستونزې حل کړي او نه یې ځان په خبرو په تکلیف کړي دي.
په همدې حال کې ځینو وکیلانو حتي يارلمان ته د تګ زحمت هم نه دی ایستلی او یو شمېر نور په ډېرو لږو پارلماني غونډو کې ګډون کړی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې د ځینو غړیو خبرې هم چا نه دي اورېدلي ښايي هغوی په مشهور متل عمل کوي چې وايي:«شېخ فریده پټه خوله دې بهتري ده.»
د یوه افغان وکیل خبرې واورئ: