تاند- د پاکستان دوه پخواني مشران، چې سختې ناروغۍ لري، په روغتون کې بستري شوي دي.
له یوې خوا پخوانی صدراعظم نوازشریف، چې په بند کې و، سخت ناروغ شوی او له بلې خوا د دغه هیواد دیکتاتور دولتمشر پروېز مشرف د یوې نامعلومې او لااعلاجه ناروغۍ له کبله، چې له ډېرې مودې راهیسې ورڅخه کړېږي، په دوبۍ کې د روغتون عاجلې څانګې ته استول شوی دی.
ډاکترانو د پروېز مشرف لپاره د استراحت تجویز کړی او ورته ویلي یې دي چې نه یوازې په هیڅ راز سیاسي فعالیت کې برخه وانخلي بلکې خبرونه هم ونه ګوري ځکه چې د ده د صحت لپاره خطرناک دي.
تر دې مخکې د پاکستان عدلي طب ویلي و چې پخوانی دولتمشر پروېز مشرف باید تداوي شي او د ده لااعلاجه ناروغي سبب کېږي چې محکمې ته حاضر نه شي.
پروېز مشرف په یوې داسې نادرې ناروغۍ اخته دی چې تر دې پخوا څوک پرې مبتلا شوی نه دی. د دې ناروغۍ له کبله نوموړی د خپل بدن پر غړیو کنټرول نه لري او اوس د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په یوه روغتون کې بستر دی.
مشرف په ۱۹۹۹ م کال پر نواز شریف کودتا وکړه او تر ۲۰۰۸ پورې یې د پوځ په زور واک په لاس کې درلود.
مشرف د پخوانۍ صدراعظمې بېنظر بوټو په وژلو کې په لاس لرلو تورن دی او ویل کېږي چې ده په افغانستان کې د جګړې میدان ته د طالبانو په بیا پاڅولو کې مهم رول لرلی دی.