جنرال ریاض

تاند- په کوټه کې د پاکستان د پوځ تر ټولو جګپوړی پوځي چارواکی جنرال عامر ریاض وايي، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي خو په افغانستان کې سوله له طالبانو سره له خبرو پرته ناممکنه ده.

جنرال عامر ریاض تور ولګاوه چې «هند له افغانستان څخه په بلوچستان کې بلوچ بېلتون غوښتونکو ته په وسلو ورکولو بوخت دی او موږ له هر څه خبر یو.»

ده ادعا وکړه چې بهرني قدرتونه په بلوچستان کې «تروریستانو» ته د وسلو او پیسو ورکړه زیاته کړې څو د چین – پاکستان د سوداګري دهلېز مخه ونیسي.

دغه پاکستاني پوځي چارواکي همداراز وویل«ټول ترهګر له افغانستان او نورو هیوادونو بلوچستان ته راځي او د بهرنیو هیوادونو په مرسته خپل فعالیتونه غځوي.»

ده همداراز وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي خو په افغانستان کې سوله له طالبانو سره د سولې له خبرو پرته ممکنه نه ده.

پاکستان په وروستیو کې دا خبره بیا بیا کوي چې ګنې د افغانستان حکومت نه غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

پرون د پاکستان د ملي امنیت سلاکار رید جنرال نصیر خان جنجوعه وویل چې نړیوال قدرتونه دې پر افغانستان فشار راوړي چې له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

ده سیاسي حللار د ټولو په ګټه وبلله او ویې ویل چې پاکستان په دې برخه کې د اسانتیا راوستونکي په توګه رول لوبولی شي.

جنرال ریاض، چې د دندې ځای یې د افغان طالبانو د مشرتابه شورا مرکز دی، وايي«که په افغانستان کې د جګړې په وسیله سوله راتلای، ناټو او امریکا به په دې کار بریالي شوي وای.

ده وویل هیله لري چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په بلوچستان کې د پاکستان اندېښنې درک کړي او په خپله خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه له منځه یوسي.

ده له بلوچانو وغوښتل چې له قومپالنې لاس واخلي او له ترهګرو سره مرسته ونه کړي.

د بلوچستان خلک وايي چې حقونه او سرچینې یې د پنجاب له لوري لوټل شوي او د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي.

One thought on “د پاکستان د پوځ یوه جګپوړي چارواکي تور ولګاوه چې له افغانستانه د بلوچانو ملاتړ زیات شوی”
  1. د طالبانو مدافع وکیل په کوټه کې د پاکستان د پوځ تر ټولو جګپوړی پوځي چارواکی جنرال عامر ریاض وايي، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي خو په افغانستان کې سوله له طالبانو سره له خبرو پرته ناممکنه ده.
    پنجابکه « آزموده را آزمودن خطاست » په 14 کلونو کې تاسو طالبان سولی ته حاضر نکړل . اوس د دوی او تاسو دواړو مخ د تور وی. تاسو خپل نهایی زور وزآزمویه ، نه په طالبانو اونه هم ستاسو په پوځ کې دومره همت نشته چې د افغانستان یوه لویشت مځکه د طالبانو لپاره ځای پیداکړی.
    پاته شوه د بلوچانو موضوع ، هغوی ترهګر نه بلکۍ هغوی آزادی غوښتونکی نهضت دی ،هغوی ستاسو پنجاب ته نه دی درغلی ، هغوی یواځې خپل حق او آزادی غواړی . ِآزادی د بلوچانو اوپښتنو مسلم حق دی. تاسو به آخر د بلوچانو حقوقو ته په ګونډو شی خو ښه به دا وی چې دواړی خواوی له وینې بهولو نه ځان وژغوری او حق حقدار ته ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *