تاند- پاکستان له امریکا سره موافقه کړې چې افغان امنیتي ځواکونو ته د پوځي وسایلو مرسته د کراچۍ د هوايي ډګر له لارې افغانستان ته ورسوي.

پرون /دوشنبه/ د افغانستان له ملي اردو سره د امریکا له لوري بګرام هوايي اډې ته یوه الوتکه او ۱۵ موټرونه روان شول.

د پاکستان کمرګ ته په یوه حکم کې ویل شوي چې د کراچۍ له جناح هوايي ډګره دې افغان امنیتي ځواکونو ته د امریکا د مرستو لپاره کار اخیستل کېږي. په حکم کې دا هم ویل شوي چې له دغه هوايي ډګره دې د افغانستان ملي اردو ته ۱۶۲۸ موټرونه، زغرګاډي او نورې نقلیه وسیلې ولېږل شي.

د پاکستان دفاع وزارت ویلي چې افغانستان ته استول کېدونکي وسایل په تجارتي بنیاد کېږي او دا لړۍ به تر راتلونکو څو اوونیو پوري دوام لري.

د پاکستان د دفاع وزارت په وینا د دې کار هدف دا دی چې د افغان امنیتي ځواکونو توان او ظرفیت لوړ شي او له بلې خوا په دې وسیله د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې شي.

One thought on “د پاکستان د کراچۍ له هوايي ډګره افغان امنیتي ځواکونو ته مرستې”
  1. داسې بریښي چې د وخت د غوښتنو په اساس پاکستان خپله پخوانۍ کړنلاره کې بدلون راوړل غواړي ولو که په تجارتي حساب وی بیاهم مونږ ورته د قدر په سترګو ګورو او هیله لرو چې دواړه ګاونډي هیوادونه د خپلو خلکو په خاطر د زړه له تل څخه نیکې اړيکې وساتي او هغه وختونه بیا تکرار نشي چې زمونږ د تجارانو مالونه او تازه توکي به په بندرونو کې وراسته کیدل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *