روح الامین نیازی- د سریلانکا کرکټ بورډ اعلان کړي چې د ران کال د جون او جولای په میاشتو کې به د پاکستان کرکټ لوبډله سریلانکا ته ورشي او 3 پنځه ورځنۍ یا ټیسټ، 5 یو ورځنۍ او دوه شل اوریزه لوبې وکړي.

لومړۍ ټیسټ لوبه به د جون د میاشتې په 17 د ګالې په ښار کې ترسره شي دوهمه ټیست لوبه به د جون په 25 په کولمبو ښار کې او دریمه یا اخري ټیسټ لوبه به جولای په 3 په پالیکالي ښار کې ترسره شي.

همداراز به لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای په 11، دوهمه د جولای په 15، دریمه به د جولای په 19 څلورمه به د جولای په 22   او پنځمه به د جولای په 26 نیټه د سریلانکا په مختلفو لوبغالو کې ترسره شي.

خو لومړۍ شل اوریزه لوبه بیا د جولای په دېرشمه او دوهمه شل اوریزه د اګست په اوله نیټه په کولمبو ښار کې کېږي.

د پاکستان کرکټ ټیم په داسې حال کې سریلانکا ته سفر کوي چې همدا اوس د بنګله دیش لوبډلې ورڅخه د یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو سیریز وګاټه.

په یو ورځنیو لوبو کې بنګله دیش وکولای شول چې 16 کاله وروسته سیریز وګټي او پاکستان په شل اوریز او 50 اوریزو لوبو کې په خپل تاریخ کې اخري مقام ته ګوزار شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *