تاند- د پاکستان د کورنیو وزیر احسان اقبال نن /یکشنبه/ په پنجاب صوبه کې د یوې انتخاباتي غونډې په لړ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو سخت ژوبل شو.
۵۹ کلن اقبال د پنجاب په نارووال سیمه کې، چې د ده زېږنځای دی، داسې مهال وویشتل شو، چې غونډې ته یې وینا کوله.
خو ځینې نور راپورونه وايي چې پر اقبال هغه مهال ډزې وشوې او پر اوږه ولګېد چې له غونډې په موټر کې روان و.
اقبال پر اوږه له لګېدو وروسته روغتون ته ورسول شو.
د ده زوی وايي چې پلار یې د مرګ له خطر سره مخامخ نه دی.