د طالبانو پخوانی ویاند احسان الله احسان

تاند، دوشنبه، د دلوې ۲۸مه: د  پاکستان د کورنیو چارو وزير اعجاز شاه رسما ومنله چې د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند احسان الله احسان یې له زندانه تښتېدلی دی.

په انګلیسي ژبع پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یو بیړني خبر کې د کورنیو چارو د وزیر اعجاز شاه له قوله ویلي، چې له زندانه د احسان الله احسان د تښتیدلو خبر رښتیا دی.

په پوځي چاوڼیو کې د ساتل کیدونکي احسان الله احسان د تېښتې اوازې په دې وروستیو کې زیاتې وې خو پاکستاني چارواکو دا خبره ردوله او ایله اوس یې یو لوړ پوړی چارواکی د تېښتې د خبر منلو ته چمتو شو.

د فبرورۍ د میاشتې په اوایلو کې په ټولنیزو شبکو خپور شوي یو ویډیوي پېغام کې یو تن ځان د احسان الله احسان په نامه یاد کړی و او د تښتېدو له ادعا سره یې دا گواښ هم کړی و چې ډیر ژر به د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو د شومو پلانونو پرده پورته کړي.

احسان الله احسان وایي، سږ کال د جنورۍ په ۱۱مه نېټه له پاکستاني زندان څخه په وتلو کې بریالی شوی دی.

له دې وروسته د پاکستان په پارلمان کې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر غړي محسن داوړ، د پوځ له زندانه د پاکستاني طالبانو د پخواني ویاند احسان الله احسان د تښتېدو په پېښه پوښتنې راپورته کړې وې او ويلي یې وو چې په دې اړه دې مرکزي حکومت سپیناوی وکړي.

احسان الله احسان چې په ۲۰۱۷ کې یې ځان د پاکستان پوځ ته تسلیم کړی و، د پیښور د پوځي ښوونځي په ماشومانو او ملاله یوسفزۍ برید کې تورن بلل شوی و، ځکه د دغو بریدونو مسوولیت پخپله د احسان له خولې اعلان شوی و.

One thought on “د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ومنله چې طالب ویاند احسان الله احسان ترې تښتېدلی”
  1. داوار به یی نوموئی تروریست ته بله کومه تروریستی دنده ورکړی وی چه باید دپشتنو په سیمو کی یی اجرا کړی باید دلر او بر پښتانه غه مسئله تر څارنی لاندی ونیسی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *