چودري نثار خان/ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر

تاند- د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ادعا کوي چې شاوخوا درې نیم ملیونه افغانانو د پاکستان تذکرې یا شناختي کارتونه اخیستي دي.

د ډاون نیوز د راپور له مخې، چودري نثار وویل، د ۵ لکه ۲۵ زره تنو شناختي کارتونه سر له ننه ناچله او غیرقانوني شول او د زرګونو نورو کارتونو په اړه څېړنې روانې دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر باور لري چې په تېرو څو لسیزو کې درې نیم ملیون افغانانو د پاکستان د تابعیت تذکرې (شناختي کارتونه) اخیستي دي او په پاکستان کې اوسي.

ده زیاته کړه«سر له ننه یولکو ۷۴ زره ۱۸۴ شناختي کارتونه، چې بهرنیانو په غیرقانوني ډول اخیستي ول، لغوه شول او ۳ لکه ۵۰ زره نور، چې د مشکوکو کارتونو په لېست کې شامل دي، بلاک شوي دي.»

ده وویل، دا کسان یوازې په هغه صورت کې د تابعیت تذکرې بېرته ترلاسه کولی شي چې د پاکستاني توب کره او پوره اسناد وړاندې کړای شي.

نثار وویل، په پاکستان کې ډېر خلک پښتو وايي خو د دې معنا دا نه ده چې هر پښتون یا په پښتو ژبه ږغېدونکی دې پاکستانی وي.

چودري نثار په دې خواشیني څرګنده کړه چې په تېرو وختونو کې د بې غورۍ په وجه یو شمېر کسانو د څو روپیو په بدل کې د پاکستان د تابعیت کارتونه ترلاسه کړي خو اوس چې د پاکستان د نفوسو د احوال سیستم همږغی او سره یو ځای شوی، نور به بهرنیان د پاکستان د تابعیت تذکره ترلاسه نه کړای شي.

ده دا هم وویل چې د بنګله دېش، عراق، هند او اندونیزیا ځینو اتباعو هم، چې پاکستان ته یې پناه وړې وه، د پاکستان د تابعیت تذکرې اخیستي دي.

One thought on “د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: ۳ نیم ملیون افغانانو د پاکستان د تابعیت تذکرې اخیستي”
  1. دلته باید د افغانستان حکومت ډېر پام وکړي،‌ ډېر امکان شته چې پاکستان په ارادي ډول او د حرامیتوب له مخې له کوزو یو شمېر پښتنو نه چې د هغوی اجنټان دي پاکستاني اسناد واخلي او بیا دغه خلک په یوه بهانه له افغانستان نه غوښتنه وکړي چې زما نیا یا نیکه افغان وو او ما ته باید افغان تذکره راکړای شي او په حقیقت کې یې هدف دا وي چې د پاکستان لپاره کار وکړي ځکه پاکستان او بل او بل هر ملک کولی شي چې د ماموریت له پوره کېدلو نه یې وروسته بیرته ورته پاکستاني اسناد ورکړي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *