تاند – پاکستان اعلان وکړ چې د کورونا وایرسو د مخنیوي لپاره له افغانستان او ایران سره خپلې پولې د دوو اوونیو لپاره بندوي.
د پاکستان حکومت دا پرېکړه د جمعې په ورځ د صدراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنیت شورا په هغه غونډه کې کړې ده، چې په پاکستان کې د کرونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره رابلل شوې وه.
پر دې سربېره د دغه واېرس د مخنیوي لپاره د پاکستان د مهمې ملي ورځې ( ۲۳ مارچ، د پاکستان ورځ ) په مناسبت پوځي پریډ هم لغوه شوی دی.
ایران له چین او ایټالیا وروسته په نړۍ کې درېم هیواد دی چې د کورونا په وایرسو ډېر خلک پکې مړه شوي دي خو په افغانستان کې تراوسه د ۷ تنو کورونا وایرس تایید شوي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له حکم سره سم، له افغانستان او ایران سره به د پاکستان پوله د مارچ له شپاړسمې؛ یعنې له راتلونکې دوشنبې څخه د دوو اوونیو لپاره بنده وي.
پاکستان پرون همداراز اعلان وکړ چې د روان ۲۰۲۰ د اپریل تر پنځمې نېټې پورې به د دې هیواد ټول ښوونځي او پوهنتونونه رخصت وي.
تر پرونه پورې په پاکستان کې د ۲۸ تنو کورونا وایرس تایید شوي وو.
په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي امنیت د شورا تر غونډې مخکې د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت په دې صوبې کې ټولې ښوونیزې ادارې د ۱۵ ورځو لپاره د تړلو اعلان کړی و.