ژباړن حلیم شملزی
مشرف د یو بل ناکامه پوځې جنرال په توګه
د ۱۲م د اکتوبر کال ۱۹۹۹
په شپه پرویز مشرف په یوه شپینه کودتا کې د چارو واګې په خپل لاس کې واخیستی، هغه د پاکستان د بدلولو څلورم تکل وکړ، مشرف له هند سره د کارګل جګړه پیل کړه او چې کله پکې ناکامه شو نو پړه یې پر نوازشریف ور واچوله او په دغه بهانه یې پر اقتدار قبضه وکړه، هغه پوه شوی وو چې سیاستوالو ته د دوی فرصت په لاس ورغلې دی، هغه کولای شو چې د غیردیموکراتیک حکومت په لس کلنې دورې کې ټولنیزې او سیاسي شخړې هوارې کړي او همدارنګه هیواد په اقتصادي توګه پر مخ بوځي، مشرف چې کله واک تر لاسه کړ نو خپله یې ماته وویل چې زه غواړم نااهله سیاستوال او چارواکي سمې لارې ته راولم او د پوځ تر څارنې لاندی هیواد سمې لارې ته راستون کړم.هغه دغه وړاندیز هم رد کړ چې زاړه سیاستمداران دی له هیواده پسې واخيستل شي او د نویو ټولټاکنو پر مهال دی نوي نسل ته فرصت په لاس ورکړل شی ولې مشرف دغه خبره په دی اړینه ونه بلله چې په ځان غره وو چې دپوځ په ملاتړ به هغه دهیواد او اولس د نوي تشکیل لپاره پخپله پیل وکړای شی، د ده د داخلې اصلاحاتو لنډیز په دی ډول وو:
– اقتصادې او انتظامې
چاری له ولایاتو څخه ولسوالېو ته په اختیار کښې ورکول، چې له دی سره د صوبو(ولایتو) واک اختیار زیات کم شو ولې وروسته له دغه پالیسې نه صرف نظر وکړل شو
– د دولت په اختیار کې ځینې تاسیسات شخصې کړل شول چې له کبله یې دولتې مالیه زیاته شوه
– د حساب ورکونې ملي اداره یی جوړه کړه دغه اداره زښته زیاته بې باوره وه چې یو وخت یې په بشپړه ډول بنده کړه،
– د دولتي میډیا اجاره
داری یي پای ته ورسوله او مطبوعات یې ازادي اختیارولو ته وهڅول، ولې د خپل اقتدار په وروستیو وختونو کښې یې په ټول هیواد کښې بیړنی حالت اعلان کړ او د مطبوعاتو پر وړاندې یې سخت دریځ خپل کړ،
– دلوړو زده کړو کمیټه
یې ناپیلې کړه او نوي پوهنتونونه یې جوړ کړل
– په پارلمان کښې یې
دښځو لپاره ځانګړی برخه وټاکله
– د حدود ارډیننس (شرعې قوانیو) پر وړاندې یې د هغو د اغیزو د کمولو دپاره د ښځو دخوندی توب په نوم نوی قانون منځ ته راووړ
– دترهګري پر وړانې یې اقدامات وکړل او د مذهبې ډله بازیو پر وړاندې یې کلک ټولنیز دریځ خپل کړ، مګر د عمل په میدان کې دغه هڅې بی اغیزی وی.
– د مدرسو د راجستر کولو هڅه یې وکړه او غوښتل یې چې مدرسو ته نوی تعلیمې نصاب ورکړي ولې دغه هڅه یې هم ناکامه شوه.
مشرف دا ډول د ملي شتمنیو د لیلام او د ولسوالیو په سطحه د نظام د تشکیل په اړه له ماهرینو سره د
لارښودنې په موخه صلاح مشورو ته کښینوست.
له دی وروسته هغه د رسنیو پر مخ نوري بندی دروازی هم پرانستی مګر په ۲۰۰۰م کال کښې یې محکمي د خپل امر تابع وګرځولي او نوی سوګند یې تری واخست چې په دی سره دوي خپله وفاداري له مشرف سره جوته کړه، دمشرف هغه کامیابې چې په عمومي او یا خصوصي توګه تری یادونه کیږی هغه دده هغه دریځ وو چې د مذهبې ډله بازیو پر وړاندې یې خپل کړې وو په دی توګه هغه د شیعه او سنې ډلو د وژونکو ډلګیو پر ضد قوانین وضعه کړل او دهغوي دزور ماتولو دپاره یې منظمي هڅي پیل کړی خو دغه ټولو اقداماتو مثبته پایله ځکه نه درلوده چې د بش د حکومت هغه جګړه چې دتروریزم پر واړاندې یې پیل کړې وه د مشرف د حکومت د زړه له اخلاصه نکړه تر سره بلکه پاکستان په افغانستان او هند کښې د تروریستانو له روزلو هیڅ کله هم لاس په سر نشو.
له هند سره د خبرو اترو په مورد کې مشرف ځینې لاری چاري تر لاس لاندی نیولي وی چې د اقتدار تر لاسه کولو
وروسته دده په ذهن کښې وی، او له څو کالو وروسته هغه دپردی تر شا د کشمیر پر ستونزه باندی د خبرو لپاره لاره پرانستې وه، په دغه وختونو کښې په پاکستان کښې زما په خبرو کې دغه ټکې څرګند وو چې ځینې پاکستاني پوځي جنرالان د مشرف دغه فکر ته یو احمقانه اقدام وایې مګر هغوي په تمه ناست دی چې وګوري له دی خبرو څه جوړیږی او که نه؟
که څه هم مشرف غوښتل چې پاکستان ته بیل رنګ ورکړی او ددي لپاره دده سره یو ځانګړی تصور (د ترکیې ماډل) هم وو ولې دهغه ستونزه داوه چې په عملي کار نه پوهیده، هغه په دی ونتوانیده چې کارونه سره پرتله کړی او د هغوی دسرته رسولو دپاره افرادی قوت او مادې وسایل برابر کړی، هغه د صدارت پر چوکۍ ناست وو خو خوي بوي ېې هغه د جندرالې وو، هغه په عامه اړیکو جوړولو کښې ماهر وو مګر ددې کار د جزیاتو په عملي کولو کښې یې فعالیت کمزوری وو لنډه داچې دده ستره کامیابي هغه وه چې دا ټول کارونه یې دغسې پریښودل چې څنګه وو او ځان ېې تری خلاص کړ، مطبوعات پر خپل طبیعت دومره وغوړیدل چې اوس په پاکستان کښې اتیا عدده ټلویزوني شبکی په فعالیت بوختي دی چې زیاتره یې غیر مسلکي دی، او دده تر ټولو ستره ناکامي داوه چې پاکستان ته د ورپیښودونکې آفت په مورد کښې یې لاپرواهې کړې وه او هغه وو د بینظیری قتل، دملګرو ملتونو راپور هغه په دې وژنه کښې په جزوي توګه دخیل بللې دی، د بینظیری شهادت پاکستان له یوه بااستعداده سیاستدان څخه که څه هم چې ځېنې کمزورېاني یې درلودې بې برخې کړ چې ورسره د پاکستان د راتلونکې په برخه کښې د امکاناتو نور کمبود هم ښکاره سو.
د افغانستان هغه جګړه چې په پاکستان کښې یې هیڅ مقبولیت نه درلود او د عمومې نظر پوښتنې په هکله د هغه غلطې ستراتیژی دده منګولې پر اقتدار د ټنګولو په کار کښې کمزوری کړې چې ده فکر کاوه چې د وکیلانو او قاضیانو لاریونونه به بالاخره سر کښته کړې، له دریو کالوحکومت کولو وروسته ده د نورو تیرو شویو جنرالانو لکه ایوب خان او ضیاالحق غوندې غوښتل چې د خپل اخلاقي مورال د اوچتولو په موخه ځانته سیاسي ملاتړ پیدا کړی، چې دغو هڅو له ده سره هیڅ مرسته ونکړه.
د ۲۰۰۷م کال د مارچ په میاشت ده مشر قاضې افتخار چودری ور وغوښت او له هغه نه یې د دندي دپریښودو غوښتنه وکړه کله چې هغه نټه وکړه نو مشرف هغه برطرفه کړ،د پاکستان په تارېخ کښې دا لومړې وار وو چې له دغه پیښي وروسته د نورو پیښو یوه لړی منځ ته راغله چې په پایله کې خپله د مشرف د زوال سبب وګرځیده. له هغه وروسته د جولاېې په میاشت کښې ستري محکمې چودری بیرته پر خپله دریځ کښیناوه چې په لومړې سر کښې یې باید دا پریکړه صادره کړې وای چې مشرف په ټولټاکنو کښې د برخې اخستلو لپاره په قانونې توګه جوګه دې او کنه؟
مشرف یو ځل بیا په نومبر ۲۰۰۷م کښې دستري محکمې ټول قاضیان او د پاکستان اساسې قانون وځنډاوه او په هیواد کښې یې د بیړنی حالت نفاذ اعلان کړ، مشرف په دې ټولو کړنو کښې بیخې یواځې وو ځکه چې په داسې کولو سره له ده نه مدني ټولنې، د وکیلانو سازمانونه او عام اولس ګوښه شوی وو، په ۲۰۰۸ کښې عمومي ناکراري پیل شوی، لاریونونه وو، دحکومت پر ضد اجتجاجي غونډو او د وکیلانو د غورځنګ لپاره زښته زیات عوامې ملاتړ را منځ ته شوی وو.
په دغه لاریونونو کښې یو اتل را پیدا شو چې د پاکستان د پیپلز پارټې غړې او مدافع وکیل وو هغه اعتزاز حسن نومیده، اعتزاز حسن که څه هم د پیپلز پارټې غړیتوب درلود ولې په ګوند کښې دهغه مقام ډیر کښته وو د پارټې له مرکزي قیادت او ځانګړو کړیو سره یې نژدی اړیکي نه درلودلی، د وکیلانو په دی تحریک کښې د اسلام غوښتونکو جزباتو نه هم کار واخستل شو او د امریکا پر ضد له شعار ورکولو سره یې نور هم په پاکستان کښې مقبولیت تر لاسه کړ، له دی سره هم مهاله پر مشرف مرګونې حمله وشوه، دامریکا او لویدیځې نړی په سټراټیجېکې اهدافو هم حملې ترسره شوي.
پر نیویارک او واشنګټن د ۹/۱۱ د حملو وروسته یو بل پریکنده مقام مخې ته راغلې وو او هغه پخپله په پاکستان کې وو، دا دپاکستان په مرکز کښې پر سره مسجد(لال مسجد) یرغل وو، پر دغه مسجد حمله د امریکا په اشاره نه بلکه د بیجنګ (چین) په اشاره ترسره شوه چې پاکستاني چارواکې او لوړپوړی مشران یې د ځان نژدې تیرونی ګڼې، دلویدیځ او هند په څیر چین هم په پاکستان کښې دمخ پر زیاتیدونکې ترهګري او دچین د بیلتون غوښتونکو مسلمانو پر روزنیزو کمپونو چې په پاکستان کښې فعال وو، سخت په ویره کښې وو، دچین سفیر په پاکستان کښې دیوي چینایي ښځینه پر تښتونې په ښکاره سخت غبرګون وښود چې تښتوونکو یې دسره جومات له ډلګیو سره تړاو درلود، له دغو ډلو څخه یې د ځینو ملاتړ پخپله ای ایس آی کاوه چې د پوځې هجوم په ترڅ کښې و ځپل شول د پوځ په وینا په دی عملیاتو کښې ۱۰۲ کسان ووژل شول ولې ازادو رسنیو دا مرګ ژوبله د ۲۸۶ او ۳۰۰ تر منځ وښودله چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل وو. د اسلام اباد اوسیدونکو ته اوس هم ددغه عملیاتو دقربانیانو د جسدونو د خرابیدلو بد بوي ور په زړه ده، له دی وروسته نوري حملې هم وشوي.
له دی وروسته پر پاکستان د امریکا د بی پیلوټه الوتکو پرله پسې ګزارونو په پاکستان کښې د امریکا او مشرف دواړو مقبولیت ته سخته صدمه ورسوله، د پاکستان له لوري هغه پوځي هڅې چې د افراطیانو پر ضد یې په خیبرپښتونخوا، اسلام اباد او پنجاب کښې پر لاره اچولې وی له ناکامي سره مخ شوی، د پوځ مورال او حیثیت ته زیان واوښت، او په ۲۰۰۷ کښې پرویز مشرف پوځي جنرالانو ته اعلان وکړ چې له پوځې مرکزونو بهر دې پوځې یونیفارم نه کاروي.
په پاکستان کښې منظم تروریستي بریدونو ښکاره رجحان نه درلود، په ۲۰۰۹م کال کښې دومره مرګ ژوبله نه وه شوی لکه تیر کال چې وشوه، په ۲۰۱۰م کال کې په تروریستي بریدونو کښې زیات کموالی راغی ولې چې په تیر کال کې ټولټال ۱۰۵۱ پیښې ثبت سوی وی چې دمرګ ژوبلې تعداد یې ۲۶۷۰ تنو ته رسیده مګر په ۲۰۱۰ کې دغه پیښي یواځې ۶۸۷ وي چې مرګ ژوبله یې ۱۹۱۵ تنه وو، په ۲۰۱۰ کښې ۵۲ ځان مرګي بریدونه وشول چې په ۲۰۰۹ کښې دغه شمیره ۸۰ بریدونه وو چې مرګ ژوبله یې زیاته درلوده.
د دغو تیرو کلونو د مرګ ژوبلي او بریدونو احصایې راښیي چې پاکستان په نړۍ کښې له افغانستان او عراقه وروسته په دریم نمبر دی، ځانمرګې بریدونه په پاکستان کښې د عکس العمل په توګه ترسره کیږی، په ۲۰۰۲م کال کښې یواځي دوه ځانمرګي بریدونه ترسره شوی وو، په ۲۰۰۸م کښې ۵۹ او په ۲۰۰۹م کې یې شمیره تر ۸۴ پوری ورسیده، په ۲۰۱۰ کښې یې تعداد ۲۹ ته را کښته شو چې له ۲۰۰۵م را په دیخوا ترټولو کمه کچه ده، له دی سره سره په تیر کال کې پاکستان تر ټولو ددغسې بریدونو زیات قربانې هیواد وو چې ۵۵۶ وژنې پکښې ترسره شوي چې لدی سره د ټولې نړۍ د چاودنو څلورمه برخه د پاکستان په برخه شوه،ترټولو زیاتي حملي د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت او قبایلې پښتون میشتو سیمو کښې ترسره شوی، چیرته چې پښتون د پښتون له لاسه مری، ولې تش په نامه پنجابي طالبان بیا دخپلو حملو هدف شیعه ګان، بریلویان، احمدیان او له دوي سره سره عیسویان هم ګرځوي.
یوه هندوستاني څیړونکې وویل چې په خیبر پښتونخوا کښې نه خو دپاکستان سختو عملیاتو او نه هم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګزارونو د پاکستانې او افغانې پښتنو ارادي ختمې کړی او نه یې د پنجابي طالبانو نوغي وایستل.