ژباړن: حلیم شملزی
پاکستان د غربي نړۍ له لیدلوري
(د کتاب په هکله دیوه پاکستانې لیکوال شننه)
له ۱۹۸۰یم عیسوي کال څخه راپه دې خوا په مغربي نړۍ کې د پاکستان په اړه له اندیښنو ډک بحثونه پارېدلي دي، دا په داسي حال کې وه چې په تېرو کلونو کې پاکستان د غربیانو سره اوږه پر اوږه د وخت د ستر قدرت شوروي اتحاد پر وړاندي د یوه مخکښ اتحادي په توګه ولاړ و، او د سي آی اې له لوري د پیل شوي جهاد لپاره یې په لومړي خط کې خپل رول ادا کاوه، د افغانستان جهاد د سي آی اې په تاریخ کې تر ټولو زیات په رازونو کې پټ یو داسي جنګ و چې د مذهب په نوم جهادیانو ته د تروریزم له دود سره سم د ورننوتلو اجازه ورکړل شوې وه ، د تش په نامه جهاد له پای ته رسیدلو سره سم چې شوروي اتحاد پکې دړې وړي شو د غربي نړۍ موخې په دی سیمه کې مخ په اوښتلو شوې چې ورسره جوخت د پاکستان کړه وړه هم بدل شول، له دې وروسته په نړۍ کې د امریکا د کړو وړو یو نوی دور پیل شو، چې پرعراق باندی د امریکا له لومړۍ حملې وروسته په اروپا کې پر یوګوسلاویا او سربیا باندی د ناټو حملې ډیرې اهمې دي ځکه له دی سره له دوهمې نړیوالي جګړی وروسته امریکا په لومړي ځل د اروپا خاوره د جنګ ډګر وګرزوله.
پر عراق باندی دوهم تپل شوی جنګ او پر افغانستان باندی د امریکا برید په سیمه کې د امریکا نوي اهداف په ګوته کړل نو په دې توګه اوس کتل په کار دي چې له پاکستان سره دغربي نړۍ او په تیره بیا د امریکا ستراتیژیک تړاو تر کومه پاتې شو؟
اوس د امریکا پالیسي جوړوونکي او حکومت چلوونکي د پاکستان په هکله د یوې نوې کړنلارې په خپلولو بوخت دي، د دوی په اند که څه هم پاکستان د یوه هیواد په توګه خپل ارزښت لري ولې د منځنۍ اسیا د بدلیدونکو حالاتو، د چین د پرمختګ او په سیمه کې د هند د نفوذ د خوریدلو پر وړاندی پاکستان ته اوس په یوه نوي انداز کې کتل پکار دي، په دغسې بحثونو کې پاکستان تل د یوه تروریست هیواد، د یوه ناکام دولت، د یوه خطرناک هیواد، د یوه ژرماتیدونکي ظالم هیواد، د یوه سوځیدونکي هیواد، د یوه ویشل کیدونکي هیواد په نومونو یاد شوی دی او خورا په زړه پورې لا دا ده چې دا خبرې د یوه داسې هیواد په هکله کیږي چې پخپله امریکا له تیرو پنځو لسیزو څخه د دغه هیواد سیمه ییزې معاملې د خپلو پالیسیو پراساس ترتیب کړي دي.
د دې غوره بیلګه دا ده چې کله د پاکستان منتخب حکومت په ۱۹۷۱ کې د دېوالیه کېدو په حال کې و. په دغه وخت کې د نړیوال بانک مشر ښاغلی میکنامارا خپله پاکستان ته لاړ، او له اقتصادی کړاوه د بدحاله هیواد له مالیې وزیر ډاکټرمبشر حسن سره یې ولیدل، هغه ته یې وویل چې ستاسې هیواد په اقتصادي توګه مخ پر ذوال دی، په ځواب کې مبشرحسن ورته وویل: سمه ده چې زموږ حالت دغه شان ناوړه دی خو د دې پړه خپله د امریکا پر غاړه ده ولې چې له تیرو پنځو کالو راهیسې پاکستان پر هغه اقتصادي پالسي عمل کوي چې د امریکایانو لخوا ورته ترتیب شوې وه، اوس موږ مجبوره یو چې خپله اقتصادي پالیسي پخپله جوړه کړو او ستاسي پورونه به هم اوس موږ له هغه وروسته درکوو چې زموږ اقتصادی حالت پر پښو ودریږي، له هغه وروسته د پاکستان پالیسي جوړوونکو خپله اقتصادي پالیسي پخپله جوړه کړه او په دغه موده کې یې نړیوال بانک او یا بله کومه نړیواله مالي اداره په جریان کې نه ده اچولی، آیا اوس به داسې ویل درست نه وي چې دا هیواد دغه حال ته خپله امریکا د پاکستان د دودیزو حکمرانانو او د دغه ځای د زاړه پالو سره په همږغي راورساوه؟ چې خپله یې ورته اقتصادي پالیسۍ جوړولې؟
ښاغلې سټیفن پې کوهن د امریکا د پالیسي جوړوونکو په ډله کې شامل کس دی، له دغه کتاب څخه په ډیره ښه توګه اندازه تر لاسه کیدای شي چې غربي نړۍ او امریکا د پاکستان په هکله څه څه مقاصد لري؟ د دې کتاب لوستل د هر پاکستاني د را ویښیدلو د پاره سخت اړین دی، له دې وروسته پاکستانیانو ته پکار دي چې خپله د خپل ځان غم وخوري، کنه نو د پاکستان راتلونکې د اندیښنې وړ ده. د دې اندازه د دې کتاب له لوستلو وروسته کیدلای شی، پاکستان ته پکار ده چې پر خپلو کړنو له سره غور وکړي او په هیواد کې دننه د ګډوډیو او اقتصادي ستونزو مخه ونیسي، بیا هم پاکستان استعداد لري (د ګویندي له نظره) او دا ټولنه د افغانستان د قبایلې ټولنې غوندې نه ده.
په دې تحقیقي کتاب کې وړاندوینه شوې ده چې د پاکستان هیواد راتلونکې څو کلونه فرصت لري چې خپل ځان سم کړي کنه غربي نړۍ دې د دې هیواد د ټوټه ټوټه کیدلو او دهغه د پایلو دپاره خپل چمتووالی ونیسي.
فرخ سهیل ګویندی
۲۰۱۱ جون یوولسمه
—————————————————