د خپلمنځي جګړو په منځ چې کله هرڅه خاورې سول او طالبانو بيا دا خاورې په هوا باد کړې نو يو مخ ګاونډيو هيوادنو په ځانګړي ډول پاکستان ته يو ښه مارکيټ په لاس ورغی چې خپل هرډول بې کيفيته او بې کيفه مواد يې په کې په خرپ پلورلای سو ،له بل لوري دلاسپوڅي حکومت چارواکي پوهول سوي وو چې زموږ پر مارکيټ به کار نه لرئ ، دطالبانو له نسکورېدو وروسته دنوي حکومت له راتګ سره بياهم هغه حالت په ميراث پاته سو ، همهغه بې کيفيته مېډ اين پاکستان شيان په جوش او خروش تر اوسه پلورل کيږي ، چې دشرم له لاسه مو بايد لا پخوا پزه پرې کړې وای ،خوله بده مرغه دا حس دکرزي صيب ادارې راپه کې له منځه يووړ،له نورو تجارتي نادودو سره سره دزراعتي يرغل دود هم تود پاته سو ، په هلمند کې دزراعت په برخه کې دکرزي دحکومت پر مهال ګڼو موسيساتو په دې موخه کار پيل کړ چې دهلمند کنډ و کپر اسير سوی زراعت به لومړی ازاد وروسته به يې په اصطلاح ميکانيزه کړي چې په دې موسيساتوکې له بده مرغه داسې موسيسات هم وو،چې دورځې به يې يو ميليون ډالر مصرفول يانې دسهار له اتو بجو څخه دمازديګر ترڅلورو بجو پورې به يې يو ميليون ډالر مصروفول ، نه يې دهلمند زراعت ته ازادي ورکړه نه يې ميکانيزه کړ،خو برعکس خلک يې تر دې حده ټمبل او بې کاره کړل چې دخپل دکور دمخې وياله به يې هم په دې اسره نه ايستله چې موسيسه به راسي پيسې به راکړي بيا به يې پاکه کړم، بل يې دا وکړل چې دزراعت مسلکي مامورين يې بزګرو ته دخپل ځانګړي پلان له مخې داسې معرفي کړل ، هسې ډوډۍ خواره دي او يوازې دجيب ډکولو لپاره خواري باسي چې اوس دمسلکي زراعتي مامورينو په خوله څوک پياز هم نه ماتوي دې ته ورته نورې چارې ،چې دې چارو زموږ زړونه لا دهيلو هديرې وګرځولې ،موسيسې ولاړې موږ يې بيرته په ځانګړي ډول پاکستان ته لاس تړلي ور وغورځولو پاکستان اوس چې زړه يې وي هغه چپه او راسته لوبي راباندې کوي ، اوس چې دچنګاس يا سرطان مياشت ده په هلمندکې پياز (غوټه) له خپل پوره خوند سره دښارنږدې ټولې لارې اوکوڅې پر سر اخستي دي ،يو پارسل يې چې شل کيلو په کې ځای پر ځای سوي وي په شپيته افغانۍ په زاريو خرڅوي ، پاکستان زموږ دحکومت او بهرنيو زراعتي موسيساتو په فرمايش دا پياز تر دې هم په ارزانه بيه له مارکيټه ټولوي دکندهار له سپين بولدکه يې چې دا واړول په چمن کې يې سړو خونو کې ساتي میاشت وروسته همدا پارسل چې شل کيلو وزن لري راباندي په زر کالدارې چې نږدې شپږ سوه افغانۍ کيږي پلوري زموږ څخه کيلو په درې افغانۍ رانيسي او بيرته يې په دیرش افغانۍ راباندې خرڅوي،دا يې تازه او اوسنۍ بيلګه ده . دنورو زراعتي هلمندي محصولاتو سره هم همدا چلند کيږي ، ددې تر څنګ په هلمند کې دبزګرانو دنااميده کولو لپاره پاکستان زموږ دحکومتونوپه خوښه داسي کوي چې کله مثلاً په هلمند کې کډو بانجن ورسيږي پاکستان په لوی لاس له خپل مارکيټه په لويه کچه همدا سبزي زموږ دهلمندپه مارکيټ کې په ارزانه بيه خپروي چې له دې سره زموږ کروندګر له لوی مصيبت سره مخامخ دي په دې ډول يې محصولات بازارله لاسه ورکوي او بل کال همدا ځپل سوی بزګر بيازړه نه ښه کوي چې دمارکيټ لپاره کرنه وکړي، په دې ډول دوهم کال دپاکستان لپاره مارکیټ يو مخ خالي پاته وي.
ښه اوس خو دا ستونزې په مخ کې راته پرتې دي حلاره يې څه ده ؟ حلاره يې دا چې حکومت بايد په هر ډول چې کيدا سي يو خو په هلمند کې سړې خونې جوړي کړي او بل دبهرنيو محصولاتو مخه په حکومتي کچه ونيول سي، چې دا کار به څو ګټي ولري ، يو خوبه زراعتي خپلواکي ترلاسه کړو، بل به زموږ کروندګر ديوې مړۍ ډوډۍ څښتنان سي،بل به دهيواد پیسې په هيواد کې سره واوړي ، بل به مو دبزګرو ګټه وټه دزراعت په میکانيزه کولو ولګيږي او بل به داسې نور….که فرضاً حکومت دکرزي صيب دادارې په څير چلند بیا هم روان ساتي ، سړې خونې نه جوړوي ،دبهرنيو محصولاتو مخه نه سي په کار ده چې ټولنيز جريانونه ټولنې او بهيرونه داسې اعتصابونه وکړي چي دارګ ماغزه وښوري ، که دا جريانونه ، بهيرونه ټولنې دا درک نه لري او دا کار نه کوي بيا دې په هلمندکې ميشت شتمن لږ تر لږه دومره خو وکړي چې سړې خونې يا سټورونه جوړ کړي چې دا کار به دوه اړخيزه ګټه ولري یو خوبه هلمندي محصولات خوندي سي ،دکال په ټولو موسمونو کې به له خپلو سبزیجاتو ، ميو او دانو څخه برخمن اووسو او بل به دسړو خونو خاوندان هم دکرايې اخستلو په واسطه خپله ګټه وټه تر لاسه کړي که چيري له هلمندي شتمنو سره ويره وي چې ګټه به ورته ونه کړي، دکندهار دبيلګو په رڼا کې ويلای سو چې پوره ګټه ورته کولای سي ، په کندهار کې حاجي صديق مومند اوتنکي زلمي حکمت الله ښادمن سړې خونې يا سټورونه جوړ کړي چې په ځانګړي ډول دکندهار لپاره بهترينه اسانتيا ده ، او موږ ته دا را زده کوي چې هلمند کې هم دا کار کولای سو ،که مودا سې وکړل نوبيا به ديوه ودان افغانستان هيله لا په څپو سي ، که مو ونه کړل دوطن جوړولو هيلي به مو يوازې هيلې پاته سي .
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۳۳ مه / پرلپسي ۸۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ سرطان /۹/ ۱۳۹۵