افغان ولسمشر له لومړۍ ورځې له پاکستان سره داسې سیاست پيل کړ چې یا به عملي ګامونه اخلي او یا ورسره هیڅ اړیکې نه پالي او په نړۍ کې به د پاکستان د اصلي څېرې د ښکاره کولو هڅې وکړي.
همدا و چې د تېرو دریو کلونو د بهرني سیاست یوه نتیجه راووته، افغان ولسمشر په هر نړیوال کنفرانس کې شکایت وکړ او د نړۍ هېوادونو ته یې د پاکستان پروړاندې داسې اسناد او شواهد وښودل چې پکې پاکستان له ترهګرۍ ملاتړ کوي او له دې درکه زیاتې پيسې لاسته راوړي او هڅه کوي خپلې ګتې خوندي کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني افغانان او نړۍ په دې پوهه کړل چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او بهرني استخبارات په افغانستان کې ترهګرې ډلې د نشه يي توکو د قاچاق او نورو موخو لپاره کاروي او امکانات ورته برابروي.
د ترهګرو ډلو په روزنه کې پاکستان اول و، ولسمشر غني دې نتیجې ته ورسید، که هر څومره ترهګر په افغانستان کې ووژل شي، بیا هم ترهګري نه ختمیږي او پکار ده چې د ترهګرۍ سرچینې له منځه یوړل شي،د ترهګرو مرکزونه او مالي ملاتړ له پاکستان څخه کیږي او کله چې دا هېواد د فشارونو له کبله ترهګریز سیاست پریږدي، افغانستان کې ټولې ترهګرې ډلې ماتیږي.
اوس نو د امریکا په ګډون د نورو هېوادونو پآکستان ته پام شوی چې ترهګر روزي، ترهګرو ته یې پټنځایونه برابر کړي، ترهګرو ته مالي امکانات برابروي او بیا يې په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو باندې د بریدونو لپاره رالیږي چې ډیر کله د ملکي وګړو په منځ کې هم بریدونه کوي.
اوس امریکا پریکړه کړې او مشورې یې پيل کړي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په تور لیست کې شامل کړي، له امریکا سره د بریتانیا په ګډون ځینې نور هېوادونه هم شته چې ورسره همغږي دي او غواړي پاکستان باندې قیودات وضع کړي.
که پاکستان د ترهګرو د ملاتړي هېواد په نوم تور لیست ته واچول شي، پاکستان ته ټولې ورتلونکي بهرنۍ مرستې او پيسې به پروسس کیږي او وروسته له هغې به پاکستان ته داخلیږي چې باور پیدا شي، دا پيسې به ترهګرو ته نه رسیږي.
په دې کار سره د بهرنیو پانګوالو لپاره پاکستان کې پانګونه سختیږي، هر هغه سوداګر او پانګوال چې پاکستان کې کاروبار کوي، اړدی چې له دې پروسې تېر شي او سرخوږی ورته پيدا کیږي، په دې کار سره به پاکستان په اقتصادي لحاظ سخت زیان وویني او زیات سوداګرو او پانګوال به تيښتې ته اړ شي.
امریکا او ملګري هېوادونه یې په دې باور دي چې د پانګوالو، سوداګرۍ تر څنګ له پاکستان سره نورې مرستې په یو او بل نوم باندې د ترهګرو لپاره لیږل کیږي او بیا پرې د افغانستان او هند د جګړې لپاره کسان روزل کیږي او امکانات ورته برابریږي.
تېره ورځ د امریکا د استخباراتو ملي ادارې مشر د کانګرس په غونډه کې سناتورانو ته ویلي و چې که امریکا غواړي په افغانستان او سیمه کې جګړه کمه او یا پای ته ورسوي، نو اړتیا شته چې پاکستان باندې سخت بندیزونه ولګي، ځکه پاکستان په سیمه کې د تاوتریخوالي په لومړۍ کرښه کې دی او له دې درکه خپل سیاستونه مخ ته وړي او عواید ترلاسه کوي.
د دې تر څنګ د پاکستان د ماليې وزارت سرپرست له یو شمېر هېوادونو غوښتنه کړې چې د امریکا په وړاندې له پاکستان سره ودریږي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ په تور لیست کې شامل نه شي.
پآکستان اوس د انزوا وروستۍ سلګۍ وهي او د دې ټول کریډیټ افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ځي، که څه هم پاکستان له دې انزوا څخه د وتلو لپاره کار کوي چې افغانستان یو ځل بیا ملګری کړي، خو افغان حکومت د پاکستان د سیاستونو پروړاندې حساس او هوښیار شوی دی، لومړی عملي اقدام غواړي او بیا له پاکستان سره په اړیکو باندې کار کوي.
خو داسې ښکاري چې پاکستان لکه څنګه چې د ترهګرو په تور لیست کې یې وروستی سلګۍ دي، داسې که د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي هم کار یې خراب دی، ځکه پاکستان له دې درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي او په ځینو هېوادونو کې یې د ترهګرۍ له لارې زیاتې ګټې خوندي دي.
پاکستان اوس د ډانګ او پړانګ تر منځ دی او یواځې له افغان حکومت سره صادقانه همکاري کولای شي، دا هېواد له بندیزونو او نورو قیوداتو څخه وژغوري.
افغانستان کې به ترهګر ماتې خوري او روان میلادي کال یې وروستی دی چې وروستی سلګي پکې د ترهګرو واوریدل شي، یا به یې مالي سرچینې وچیږي او یا به په هوایي بریدونو کې د ترهګرو ځالې او لوی ډلې له منځه ځي.