تاند، شنبه، د جدي ۷مه: په کابل کې د پاکستان سفارت اعلان وکړ چې سر له سبا یکشنبې څخه به په کابل کې د قونسلي خدمتونو په ترڅ کې د ویزو ورکړه پیل کړي.
د پاکستان سفارت په خپله ټویټرپاڼه لیکي، په دې اعلان خوشاله دي چې سر له یکشنبې څخه به خپل ټول قونسلي خدمات پیل کړي.
پاکستان په کابل کې د عقرب له ۱۳مې نېټې راهیسې د ویزو ورکړه بنده کړې وه او بهانه یې کړې وه چې کارمندان یې امنیتي ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان سفارت هم په پیښور کې خپل قونسلي خدمات او د ویزو ورکړې برخه فعاله کړې ده.
د پاکستان او افغانستان تر منځ په دې وروستیو کې په سفارتي کچه اړیکې ترینګلې شوې وې.