تاند، پنجشنبه، د میزان ۱۱مه: پاکستان ته د طالبانو او زلمي خلیلزاد له سفر سره سم په کابل کې د دغه هیواد سفیر زاهد نصرالله خان تېر ماښام اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته ځان رسولی دی.
د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان له عبدالله سره تر لیدنې وروسته ویلي، طالب پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی او دوی به ورسره په خبرو کې وغواړي چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پيل کړي.
ښاغلي نصرالله خان ویلي، افغان اجرائیه رئیس ته د دې لپاره لیدنې ته ورغلی و چې رسما یې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي له ورتګ او د بهرنیو چاروله وزیر شاه محمود قریشي سره له لیدنې خبر کړي.
بلخوا ډاکټر عبدالله هم ویلي چې کابل د سولې د هڅو ملاتړ کوي او هیله من دی چې پاکستان به پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفاده دا ډله افغاني مذاکراتو ته وهڅوي.
دغه لیدنه په داسې حال کې شوې ده چې پاکستان او په کابل کې امریکايي چارواکي له ولسمشر غني څخه ناهیلي شوي دي او عبدالله عبدالله یې خورا نږدې ملګری پیدا کړی دی.
شنونکي وايي، د سولې، امریکا، پاکستان او طالبانو په تړاو د عبدالله عبدالله ناڅاپي نظر بدلېدنه د دې ښکارندویي کوي چې نوموړی پاکستان، امریکا او طالبانو ته په یو نږدې همکار ځان بدلول غواړي.
“د کراچۍ رسوايي”: د فرانسې پخواني وزیران له محاکمې سره مخامخ دي