د پاکستان سنا جرګه

تاند- د پاکستان سنا جرګې (سینټ) د امریکا د افغان ستراتیژۍ پر ضد د سیمه ییزې دیپلوماسۍ د طرحې سپارښتنې تصویب کړې.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې طرحه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته د ۳ فوري ګامونو د اوچتولو وړاندیز شوی چې پر اساس یې باید دا وزارت له خپلو دوستو هیوادونو او همدارنګه د امریکا له متحدانو سره خبرې وکړي، له اکثرو هیوادونو پاکستاني سفیران اسلام اباد ته د مشورو لپاره راوغواړي او د امریکا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوبلل شي او د موضوع په اړه ابتدايي معلومات ورکړای شي.

د پاکستان سنا جرګې همداراز سپارښتنه کړې چې له پاکستان سره د امریکا د مرستو لیست دې چمتو کړای شي چې څرګنده شي امریکا په حقیقت کې د ايتلاف له بسپنې پاکستان ته څومره پیسې ورکړي دي.

امریکا د ايتلاف له بسپنې هر کال پاکستان ته تر یو ملیارد ډالره زیاتې پیسې ورکړي او دا مرسته له هغو نورو جلا ده چې په مستقیم ډول یې د پاکستان د اقتصادي او پوځي ملاتړ لپاره دغه هیواد ته ورکړي دي.

د ايتلاف له بسپنې په وروستي یو کال کې پاکستان ته ډېرې لږې پیسې ورکړل شوي ځکه چې د ايتلاف او امریکا په باور پاکستان د تروریزم پر ضد په مبارزه کې لازمه همکاري نه ده کړې.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د مشرانو جرګې له لوري تصویب شوې سپارښتنې د دغه هیواد ملي جرګې (نشنل اسمبلي) ته وړاندې شي او دا جرګه یې هم تصویب کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *