تاند- د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو افغانستان ته د سرتاج عزیز د سفر هرکلی وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا سفر به د دوو هیوادونو پر اړیکو مثبت اغېز وکړي او په سیمه کې به د سولې او ثبات له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر پروفیسر محمد ابراهیم وویل، پاکستان باید د مخالفو ډلو د رایوځای کولو او د افغانستان له حکومت سره د هغوی د پخلا کولو لپاره خپل پوره رول ولوبوي.

ده همداراز وویل:« په اوسني وخت کې د افغانستان لپاره تر ټولو مهم شی دا دی چې د بېلابېلو مخالفو ډلو ترمنځ اختلافات لېري شي، یو ځای کړای شي او د کابل له حکومت سره پخلا کړای شي. د دې هدف لپاره د خبرو اترو پروسه، چې پاکستان پکې مهم رول لوبولی شي، ضروري ده. له همدې کبله کابل ته د سرتاج عزیز سفر په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر لور ته یو ښه ګام دی.»

د عوامي نشنل ګوند پارلماني مشر سردار حسین بابک وویل:«د افغانستان، ایران او هند په شمول د سیمې له ټولو هیوادونو سره د سوله ییزو خبرو له لارې د ستونزو په حل کولو کې د پاکستان خپله ګټه نغښتې ده. زموږ د ګوند دریځ دا دی چې له ګاونډیانو سره باید د دوه اړخیز درناوي او برابرۍ پراساس اړیکې وساتو. د پاکستان نوی منتخب حکومت باید د ترهګرۍ په برخه کې د نړیوالې ټولنې شکونه له منځه یوسي او هغوی ته قناعت ورکړي چې پاکستان سوله خوښوونکی هیواد دی.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند یوه مشر مولانا جلیل جان وویل چې ګوند به یې په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره هیڅ راز مرسته ونه سپموي ځکه چې د دغه هیواد سوله او ثبات په درسته سیمه او ټوله نړۍ کې سوله او ثبات تضمینوي.

ده زیاته کړه:«جمعیت علمای اسلام ګوند اساساً د افغانستان په شمول چې له پاکستان سره تاریخي، دیني، او کلتوري اشتراکات لري، له ټولو ګاونډیانو سره د دوه اړخیز درناوي او برابري پر اساس د ښو اړیکو غوښتونکی دی. په حقیقت کې د افغانستان سوله د پاکستان د حکومت او خلکو، د سیمې او حتي ټولې نړۍ په ګټه ده. زموږ ګوند د هرې هغې هڅې بشپړ ملاتړ کوي چې له ورور مسلمان هیواد افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره کېږي.»

ویل کېږي چې پاکستان له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې غواړي چې په افغانستان کې د اسلام اباد په ملاتړ سوله وشي او د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د هند د نفوذ د زیاتېدو مخه ونیسي.

خو افغان چارواکي د پاکستان پر نیت بې باوره دي. افغان چارواکي وايي چې پاکستان هڅه کوي چې افغانستان په قومي بنیادونو پر یوه کمزوري فدرالي دولت واوړي څو تل په خپل منځي په اختلافاتو کې ښکېل وي.

خو پاکستان، سره له دې چې د افغانستان دا مشخص تور نه دی رد کړی، په وروستیو کې څو ځلي وویل چې د سوله ییز او «متحد» افغانستان ملاتړ کوي.

3 thoughts on “د پاکستان سیاسي او مذهبي ګوندونو کابل ته د سرتاج عزیز د سفر هرکلی وکړ”
  1. کله چه اعتماد خام شی بیایی رعونه خورا ډیر سخت کار دی. پاکستان خپل اعتماد زمونږ په خلکو کی له لاسه ورکړی نو اوس اوس ډیره ګرانه ده چه په دغو بی باوره پنجابیانو سړی باور وکړی

  2. Salam, never ever trust by Pakistan government he is a big enemy of Afghanistan.(azmoialei bia sok na azmoie) dont trust them.

  3. da azmawelly ……….;azmol na de pakar
    shayed da dwe kom bal lwe pelan we che afghanan ous pa hple manz ke etepaq shawe de ow dost ow doshman ous der kha pezani.
    chok ya dost de aw chok ye doshman . ous ho lowe aw waroki ta pata laghedally da che panjabi bya kom syasat lobawe ow afghanan bya pha koma treqa pa weno ke walambawe wasalam.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *