د شاهین قول اردو جومات

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف او لوی درستیز جنرال جاوید قمر باوجوه د افغانستان په بلخ ولایت کې د شاهین قول اردو تروریستي او وحشیانه حمله وغندله.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، نوازشریف وویل، د ده حکومت او د پاکستان ولس د غم په دې شېبو کې د افغانستان له حکومت او افغان ملت سره ځان شریک بولي.

د پاکستان صدراعظم په یوه اعلامیه کې ویلي«موږ دا وحشیانه تروریستي عمل په کلکه غندو. د دې تروریستي برید په قربانیانو زموږ زړونه دردېدلي. موږ له دردېدلیو کورنیو سره د زړه له کومي خواخوږي کوو او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو لپاره د دعا لاسونه پورته کوو.»

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه هم په جلا اعلامیه کې ویلي چې له غمځپلي افغان ملت او افغان امنیتي ځواکونو سره په دې غم کې پیوستون اعلانوو.»

باجوه دغه راز وویل «تروریستان زموږ ګډ دښمنان دي او موږ باید دوی مات کړو.»

ده د لسګونو افغانانو پر شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د تروریستانو پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان له حکومت او نړیوالې ټولنې سره ګډ کار ته ځان ژمن ګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې تروریزم که په هره بڼه وي په کلکه یې غندي.

دغه وزارت د افغانستان د ملي اردو د شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټولو افغانانو ته یې تسلیت ویلی دی.

د وروستیو راپورونو له مخې د شاهین قول اردو په تروریستي برید کې له ۱۴۰ تر ۲۰۰ تنه زلمي سرتېري شهیدان شوي او ۶۶ نور ژوبل شوي دي. اکثره کسان د قول اردو په جومات کې شهیدان شوي دي.

3 thoughts on “د پاکستان صدراعظم، لوی درستیز او بهرنیو چارو وزارت پر شاهین قول اردو حمله تروریستی او وحشیانه وبلله”
  1. زه فکر کوم چې دغه ټالبان د اسلام د تخریب یوه پروژه ده، خو د دوی په دې هم سر خلاصېږي چې ښه کوو او که بد

  2. ای بې ناموسه پاکستانه او ای وطن پلورونکو او د پردو مزدورانو طالبانو الله مو وشرموه
    دا پې ناموسه او …فروشه پاکستانیان له یوې خوا افغانان وژني او له بلې خوا غمشریکي کوي. ستاسو په ناموس يي در ومنډم. خدای په له تاسو نه ضرور ددې بې ګناه ولس انتقام واخلي. ستاسو سرنوشت به هم د موردګاو او کوس فروشه اسام، ملا عمر اوملا منصور او ملا هیبت الله په شان وی. که جهاد کوي نو په کراچی ښار کې د قمر باجوه او نواز شریف د مور او خور موردګاو خاني وتړي اوکه نه نو تاسی هم د کوس فروشی به عایداتو کې شریک یاست. تاریخ به په تاسو بې ناموسانو ضرور قضاوت کوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *