تاند- په افغانستان کې د پاکستان سفیر د افغانستان اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

د پاکستان سفیر سید ابرار حسین نن پنجشنبه په کابل له اجرايي رييس سره ولیدل.

ښاغلي حسین د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله ته د پاکستان د صدراعظم محمد نواز شریف لخوا د اسلام اباد د رسمي سفر د بلنلیک د وړاندې کولو ترڅنګ د دوو هیوادونو د اړیکو پر غښتلیتا خوښي ښکاره کړه.

نوموړي زیاته کړه، هیله لري چي پاکستان ته د ښاغلي عبدالله سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو له سمون او ټنګښت سره مرسته وکړي او د ګډو همکاریو مؤثریت به زیات کړي.

د اجرايي ریاست له خبرپاڼې سره سم، د کابل لپاره د پاکستان سفیر د افغانستان اجرائیه رئیس ته د پنجشیر او نورو ولایتونو د وروستیو واورو ښوییدنو او سیلابونو له امله پر رامنځته سوې مرګ ژوبله د خپل هیواد د خواشینۍ او غم شریکۍ مراتب وړاندي کړل.

ښاغلي حسین همداراز په پاکستان کي د افغان ډیپلوماټانو سره د پاکستان د امنیتي مقاماتو پر وروستۍ چلند د تائسف ترڅنګ وویل، چي دوی یاده مسئله په جدي توګه څيړي او عاملین به یې له قانوني چلند سره مخ کيږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کي د پاکستان له سفیر سید ابرار حسین سره په لیدنه کي د یاد هیواد له مرستو او کومکونو، چي د وروستیو طبعي پېښو د قربانیانو سره یې کړي ول مننه وکړه.

هغه له افغان ډیپلوماټانو سره د پاکستان د امنیتي مقاماتو وروستی چلند له توجیه لري وباله او له پاکستانه یې د دې پېښي د جدي او ژورې څېړنې غوښتنه وکړه.

اجرائیه رئیس د پاکستان د سفر په اړه د هغه هیواد د لومړي وزیر محمد نواز شریف له بلنې، د منني ترڅنګ وویل، چي افغان حکومت به د دې سفر د نېټې او مودې په اړه په لازم وخت کي پرېکړه وکړي او جزییات به یې د اړوندو ډیپلوماټیکو ادارو له لارې شریک کړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس او د پاکستان سفیر په ننۍ لیدنه کي د ډیورنډ پورئ غاړئ ته د افغان کډوالو د ستونزو د حل او اړینو اقداماتو په اړه هم خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *