تاند- د پاکستان سترې محکمې نوازشریف له صدارته لرې کړ. سترې محکمې د پاناما لیکس په نوم د اداري فساد په تړاو نن دا پریکړه وکړه.
دوه کاله مخکې پر نوازشریف او د هغه پر کورنۍ تور پور شو چې غیرقانوني شتمني په بهر کې لري. تر دې وروسته تحقیقات وشول چې په نتیجه کې یې دا معلومه شوه چې نوازشریف او کورنۍ یې تر هغه ډیره شتمني په بهر کې لري چې د ده عواید دي.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دې پریکړې تود هرکلی وکړ. د دې ګوند غړیو په اسلام اباد کې میټایانې وویشلې . د تحریک انصاف ګوند غړیو وویل چې په هیواد کې به له دې پریکړې سره پر محکمو د خلکو باور نور هم زیات شي.
د عمران خان ګوند تیرکال هم په پاکستان کې پراخ لاریونونه وکړل ترڅو نوازشریف له واکه لرې شي. داسې باور دی چې پوځ غوښتل چې ملکي حکومت لرې کړي او عمران خان هم پوځ ته نژدې کس بلل کیږي.
پر پاکستان د افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې فشار دی. کیدای شي چې د پاکستان په حکومت کې دغه بدلون یو ځل بیا نړیوال دې ته وهڅوي چې انتظار شي چې څرنګه حکومت راځي. خو که چیرته داسې انتظار وشي دا به د افغانستان لپاره ښه نه وي ځکه چې واشنګتن غواړي د افغانستان لپاره په دې ورځو کې خپله نوې ستراتیژي اعلان کړي، نو د پاکستان د حکومت بدلون ممکن په دغه ستراتیژي کې خنډ، ځنډ یا هم تغییر رامنځته کړي. مخکې امریکا ویلي و چې د افغانستان لپاره په نوي ستراتيژي کې به د سیمې هیوادونه هم شامل کړي.