تاند- د پاکستان صدراعظم شاهد خاقاق عباسي نن د دوه ورځني سفر لپاره ترکمنستان او افغانستان ته روان شو.
ښاغلی عباسي به په ترکمنستان او افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې په دې غونډه کې د افغانستان، ترکمنستان او هند مشران هم برخه واخلي.
که څه هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د هند له لوري به د دغه هیواد د بهرنیو چارو د دولت وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خبرپاڼې سره سم، له ښاغلي عباسي سره په دې سفر کې د پاکستان د انرژۍ وزیر جام کمال خان هم ملګری دی.
په پام کې ده چې د ټاپي لومړۍ پړاو د ترکمنستان په سرحداباد او دوهم پړاو د افغانستان په هرات کې پرانیستل شي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد صدراعظم به په هرات کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دوو هیوادونو پر اړیکو هم خبرې وکړي.
د هرات په غونډه کې به څلور هیوادونه په خپل منځ کې د ۱۸۱۴ کیلومتره اوږد پایپ لاین په تړاو د تجارتي قراردادونو د شکل شرطونه نهايي کړي.
دا نللیکه، چې له ترکمنستان څخه پیلېږي د افغانستان او پاکستان له لارې د هند تر فازیلکه (فاضل که) ښارګوټي پورې رسېږي.
په دې نللیکه کې به د کال ۳۳ ملیارد مترمکعب ګاز لېږدول کېږي چې ۴ به یې هند او همدومره نور پاکستان اخلي. ۵ ملیارد متر مکعبه نور به په افغانستان کې مصرف شي.
۵ ملیارد متر مکعب ګاز د افغانستان ګڼو لوېدیځو او جنوب لوېدیځو ښارونو ته بس دي.