تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف نن لندن ته روان شو چې د افغانستان په اړه د لندن په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر او ورسره ملکری پلاوی نن لندن ته ورسېږي. ښاغلي غني پرون د ناټو له سرمنشي سره وکتل او نن به د دغه تړون د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستان راډیو نن وویل چې صدراعظم نوازشریف ته د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د افغانستان په اړه د لندن په کنفرانس کې د ګډون بلنه د اکتوبر په اته ویشتمه نېټه ورکړې وه.
په دغه کنفرانس کې، چې د افغانستان او بریتانیا په مشرۍ د دسمبر په درېمه او څلورمه جوړېږي، د لومړي مرستیال او اجرايي ريیس په ګډون د افغانستان د حکومت یو لوی پلاوی ګډون کوي.
د لندن د کنفرانس د جوړوونکو له یوې رسمي خبرپاڼې سره سم په دغه کنفرانس کې به د افغانستان حکومت ته یوه زمینه او پلېټفارم برابر شي چې د اصلاحاتو د طرحې په وړاندې کولو له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې اوږدمهال ملاتړ او پیوستون ترلاسه کړي.
د افغانستان د نا اهله اولادونو؛ ړندو او ګوډو ځناورو له لاسه د افغانستان د برخلیک په هکله په هره مشوره او جرګه کې پاکستان مطرح ګڼل کیږي. کاش چې خدای د افغانستان مور په داسې بچیو هېڅکله نه وای لنګه کړې چې په کوېټه او شمشتو کې د ناستو اهلو په څېر بچي یې وزېږول چې د پاکستان د استخباراتي شبکې د هدفونو د پوره کولو له پاره هرې ناروا ته په لبیک سره ولاړ دي. کاش چې دوی د شرم په نامه د خپل وجدان په قاموس کې کوم ټکی لرلی. خو افسوس چې دوی وجدان نه لري نو قاموس به یې له کومه کړي او ټکي…
کله چې پاکستان په کوم سیاسي تلک کې بند پاتې شوی ، اصلي پلار یې ( انګرېز ي )چارواکو ورته د بندې کوټې دریڅه لا دمخه پرانستې وي . . خو چې کله پاکستاني انګرېزمشران هلته ورشي یواځې د وتو لاره ورته ښیي دوی خپلې پښې ترې سپکې کړي ، او خوار افغانان په همغه پاکستاني چال کې بند پاته وي چې اصلاً د پاکستان او د پاکستان د اتومي هستۍ له پاره غوړول شوی وي . دېته وایي انګرېزي سیاست چې سیمه او نړۍ په یوه ګوته ګډولی شي .