تاند- د پاکستان عدلي طب تایید کړه چې د دغه هیواد پخوانی ولسمشر پروېز مشرف په یوه خطرناکه او په سخته معالجه کېدونکې ناروغۍ اخته دی.

پاکستاني رسنیو نن /دوشنبه/ وویل چې د دغه هیواد عدلي طب د مشرف د ناروغۍ اسناد وڅېړل او ورته جوته شوه چې نوموړی په یوه خطرناکه ناروغۍ اخته شوی دی.

خو تراوسه پورې په دې اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي چې د مشرف ناروغي څه ده. ځینو رسنیو د عدلي طب له قوله ویلي چې ممکن په امیلوییدز ناروغي اخته وي چې ناروغ فلج کوي.

خو په عین حال کې مشرف او ډاکتران یې د ده اصلي ناروغي نه افشا کوي.

څه چې څرګند دي مشرف د زړه د ناروغۍ ترڅنګ د وینې لوړ فشار لري.

عدلي طب وايي، دې نتیجې ته رسېدلی چې که مشرف درملنه پرېږدي نو مړ به شي.

د پاکستان ستره محکمه د مشرف پر دوسیو غور کوي خو نوموړی په متحده عربي اماراتو کې دی او نه غواړي چې هیواد ته ستون شي.

د مشرف مدافع وکیل محکمې ته د خپل موکل د نه راتګ دلیل د هغه ناروغي ښيي.

One thought on “د پاکستان عدلي طب تایید کړه چې مشرف په یوه خطرناکه ناروغۍ اخته دی”
  1. له الله تعالی می غوښتی چی هیڅ اعلاج یی ونسی او د همدغی درد سره سل کاله نور هم ژوندی وی د پښتنواو افغانانو وینه تویونه مفته او بی تاثیر ه نه پاتيږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *