تاند – د پاکستان فدرالي تحقیقاتي اداره (اېف آی ای) وایي، چې د دغه ملک د ډېرو بانکونو ډېټا هیک شوې او خطرناک حالت یې رامنځته کړی دی.

له جیونیوز سره په خبرو کې د اېف آی ای د جرمونو د څانګې رییس متقاعد جګړن شعیب وویل، چې د پاکستان د ډېرو بانکونو ډېټا له بهر څخه هیک شوې او تېره اونۍ د یوه بانک وېب سایټ هم هیک شوی دی.

ویل کیږي چې د اکتوبر په ۲۸مه د پاکستان په یوه اسلامي بانک د هیکرانو په برید کې ۶ میلیونه ډالر غلا کړای شول.

اوس تازه خبر دا دی چې د ۵ زره حساب لرونکو بانکي حسابونه مات کړای شوي دي او که دا سلسله دوام ومومي کیدای شي چې په پاکستاني بانکونو باندې بې باوري زیاته شي چې دا به په دغه ملک کې یو بل اقتصادي ناورین رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړی وزیر او پخوانی کرکټ لوبغاړی عمران خان په خارجي هېوادونو ګرځي چې د خپل ملک د وېجاړېدونکی اقتصاد د په پښو درولو لپاره خیراتونه او پورونه راټول کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *