پاکستان له وروستیو ۴ لسیزو راپه دې خوا په افغانستان کې په هیڅ راز لاس وهنو سرفه ونکړه، د جهاد پرمهال یې مجاهدین حمایه کړل، د مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره يې طالبان راوستل، د طالبانو د له منځه وړلو لپاره يې امریکا ته د شمسي بیز په نوم  پوځي اډه وکړه او د امریکا په مټ يې د طالبانو د نظام له پرزولو وروسته بیرته د طالبانو پاتې شوني بیا تنظیم او افغانستان ته د امریکايي اشغال په نوم د جګړې لپاره راولیږل چې په دغه ټول جریان کې میلیونونه افغانان شهیدان، ټپيان، معلول، معیوب، خویندې کونډې او میندې بورې شوې.

پاکستان د افغان بربادۍ په هیڅ شېوه سرفه ونکړه،  ځنګلونه، باغونه، عامه شتمنۍ، تاریخي ارزښتونه، پلونه، سرکونه، تولیدي فابریکې، نظام او ټول عامه ارزښتونه يې په هر اړخیز ډول سخت وځپل او لا يې خپل دغه ویجاړونکي سیاست ته دوام ورکړی دی .

وروستۍ یوه نیمه لسیزه چې د نسبې پرمختګونو له پلوه ښه وه، د پاکستان پوځ او استخباراتو په دغه موده کې هم خپل شیطاني فعالیتونه ونه درول، د سترو اقتصادي پروژو د تطبیق پر وړاندې يې په یو او بل نوم خنډونه ایجاد کړل، د ساختماني پروژو انجنیران يې د خپلو لاسپوڅو په مرسته وتښتول، هغوی یې شهیدان او یا دومره تهدید کړل چې خپلې چارې پریږدي.

په همدې یوه نیمه لسیزه کې پاکستان د خپلو لاسپوڅو په مرسته ځیني کورنۍ او بهرنۍ موسسې چې د ابادۍ، انکشاف، روغتیا، پوهنې او زیربنا په برخو کې يې کار کاوه هم پرېنښودې، د موسساتو انجنیران يې وتښتول، د هغوی دفترونه يې هدف وګرځول او دومره يې تهدید کړل چې ډیری موسساتو خپلې چارې ودرولې او د عامه خدماتو په برخه کې يې خپلو کارونو ته د پای ټکی کېښود.

له دې ور اخوا د پاکستان پوځ او استخباراتو په خپلو طالبي لاسپوڅو میلیونونه ماشومان او ځوانان په ځانګړې توګه نجونې له زده کړو بې برخې کړې، ښوونځي يې وسوځول او هم يې د خپلو مزدورانو په مټ د ښوونځیو د ښځېنه زده کوونکو پر مخ تیزاب وپاشل، څو نور هیڅوک زړه ښه نه کړي چې ښوونځیو ��ه لاړ شي او خپله راتلونکي په زده کړو روښانه کړي.

پاکستاني استخباراتو او د هغوی داخلي لاسپوڅو بې شعوره طالبانو همدا مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کوې د مخابراتي شبکو خدمات بند کړي دي، مخابراتي شبکې چې عامه خدمات کوي او ګټه يې ولس ته رسي د دوی لخوا بندې شوي دي او ان ګواښل کیږي که يې فعالیت پيل کړ، نو انتنونه او دفترونه به يې هدف وګرځوي. د پاکستاني لاسپوڅو(طالبانو) دغه کار خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

پاکستان او د پاکستان استخباراتو موږ ته د کار سړی پرينښود، هغه انجنیران، ډاکټران، ژورنالیستان او رښتیني خدمتګاران يې له منځه یوړل چې په شتون کې يې د هېواد راتلونکی روښانه ښکارېده.

هر افغان د دې غوښتونکی دی چې پاکستان نور خپل دغه  بدرنګه سیاست ته بدلون ورکړي، نور په افغانستان کې لاس وهنې ونکړي او پریږدي چې افغان ځوریدلي ولسونه د سولیز ژوند او هوساینې ساه واخلي.

افغان ولسونه  په پاکستاني سیاستمدارانو غږ کوي چې نور په خپل نظام، پوځ او استخباراتو فشار راوړي څو د افغان وژني او په افغانستان کې د لاس وهنې لاس واخلي او د افغانستان سره د یو نیک او مسلمان ګاونډي په حیث پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *